د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټې ګلاډیېټرز د پېښور زلمي مات کړل


د اتور په ورځ د پاکستان سپر لیګ په کریکېټ لوبو کې اسلام اباد یونایټېډ د کراچي کنګز ته په دوو منډو ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې کوټې ګلاډیېټرز له پېښور زلمو په درو وکټو مېچ وګټلو.

نن به د لاهور قلندرز او کوټې ګلاډیېټرز ترمنځ لوبه کېږي.

تر دا مهاله کوټه ګلاډیېټرز کریکېټ لوبډلې ټولې سیالۍ ګټلې دي او ورپسې پېښور زلمي دي.

په دوبۍ کې د پاکستان سپر لیګ دغه لوبې به تر ۲۳مې فېبررۍ روانې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG