د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې چاودنې پنځه تنه ووژل


نن د دوشنبې سهار په لس نیمو بجو د پکتیکا ولایت د یحیاخېلو ولسوالۍ په ښارګوټي کې د یوه نانوایي له پلورنځي سره یوې چادونې پنځه کسان وژلي او نهه نور ټپیان دي.

د پکتیکا د والي ویاند نبي الله پیرخېل ازادۍ راډیو ته وویل، چې د پيښې په ځای کې امنیتي او یا حکومتي کسان موجود نه ول او د پيښې مړه ژوبل ټول ولسي وګړي دي.

ده وویل، چې د نانوايي مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه، ځکه مرګ ژوبله هم زیاته وه.

دی زیاتوي، تر اوسه د چاودنې لامل ندی مالوم چې دا بمي چاودنه وه او که ځانمرګی برید وو، خو د یاد ولایت امنیتي چارواکي، د امنیه قوماندان زړور زاهد په مشری د پيښې پلټنو لپاره سیمې ته رسېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG