د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سند په ټټه ضلع کې د اور لګېدو پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي


انځور له ارشیفه اخېستل شوی
انځور له ارشیفه اخېستل شوی

د پاکستان د سند ایالت چارواکي وايي د ټټه ضلعې په کیټي بندر سیمه کې د اور لګېدنې پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي. په یاده سیمه کې خلک په جونګړو کې اوسېږي. راپورونه وايي په مړو شویو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

بل پلو د خیریه ادارې ایدي چارواکي وايي په دې پېښه کې یو شمېر کسان ژوبل شوي هم دي چې دوی نږدې روغتون ته رسولي دي.

د ټټه ضلعې په کیتي بندر سیمه کې ځايي اوسیدونکي کب نیونکي دي او د ډیزلي بیړیو له لارې له سمندره کبان نیسي. عیني شاهدان وايي په یوه جونګړه کې د لالټین له وجې اور ولګېد او بیا اور د ډیزلو تر ټانکې ورسېد چې له کبله یې خلکو ته د سر او مال زیان رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG