د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په افغانستان کې امن لپاره باید کابل او اسلام اباد یو پر بل باور وکړي"


څلور اړخیزه غونډه
څلور اړخیزه غونډه

په افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پر بیا پیل او څرنګوالي د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې دریمه غونډه هم وشوه.

پراګ: په افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پر بیا پیل او څرنګوالي د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې دریمه غونډه هم وشوه.

څیړونکې وایي که چیرې پاکستان او افغانستان پر یو بل باور وکړی، او د سولې په عمل کې له یو بل سره ریښتنې همکاري وکړي نو ممکنه ده چې د افغانستان د سولې عمل مخ په وړاندې لاړ شی او څه نتیجه ورکړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په اړه په غونډه کې پاکستان وویل دوی کوشش کوي چې د افغان طالبانو او افغان حکومت تر منځ دغه مذاکرات پر مخ لاړ شي او د طالبانو زیاتې ډلې د خبرو میز ته کښېنوي.

د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلا کار سرتاج عزيز د غونډې په پیل کې وویل ټولې خواوې دا کوشش کوي چې د طالبانو زياتې ډلې په دغه پراخ سياسي بهير کې شاملې کړل شي چې دارنګه پر هغو وسله والو ډلو ساحه راتنګه شي چې نه غواړي روغه جوړه وکړي.

په دغه خبرو کې د پاکستان د رول په اړه پخوانی سفارتکار او د بهرنیو چارو کارپوه ایاز وزیر وایي، که چېرې پاکستان په دې بهیر کې له زړه کارونکړ نو بیا ګرانه ده دغه عمل کامیاب شي.

ایاز وزیر وویل ، زه فکر کوم دا وار به پاکستان او افغانستان پر دې مسله راضي شي چې دغه خبرې به څنګه وشي او که نه کیږی نو بله لار څه ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دې څلور اړخیزه غونډه کې تر ټولو مهمه هم د باکستان او افغانستان رضامندي ده.

افغان چارواکي وايي هیلمن دي چې د اسلام اباد په دغو څلور اړخیزو خبرو کې به د افغانستان د سولې د خبرو لپاره منصوبه بندي وشي، او تمه ده، ډیر زر به له طالبانو سره په دې اړه مخامخ خبرې وشي.

د پخوانيافغان ولسمشر حامد کرزي یو سلاکار او سیاستوال شهزاده مسعود پهدې اړه مشال راډیو ته وایي ، زه دا وار له دې خبرو ځکه امیدواره یم چې پر دې خبرو کې امریکا او چین هم ګډون لري، او دا د دغو خبرو یوه خوبې ده.

مسعود وویل ،دا دواړه پر پاکستان فشار اچولی شي، نو که چېرې دوی غواړي چې واقعې دي پر سیمه او افغانستان کې سوله راشي، نو زه یقین لرم چې دغه خبرې به ښه نتیجه ورکړي.

دا د افغانستان ، پاکستان ، امریکا او چین د استازو ترمنځ درېمه دا ډول څلور اړخیزه غونډه ده چې هدف یې په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره د یوې تګلارې رامنځ ته کول دي.

د سیمې د چارو کارپوه رحیم الله یو سفزی وایي که چیرې افغانستان او پاکستان پر یو بل باور وکړي او خپل منځي اختلافات له منځه یوسي نو کیدای شي د سولې دغه عمل پر وړاندې لاړ شي

یوسفزي زیاته کړه چې ، زما په فکر که نیت ښه وي او اتفاق جوړ شي نو ممکنه ده دغه خبرې ښه نتیجه ورکړي، خو لا هم په دې لاره کې ډیر څه کول دي.

تر دې وړاندې يوه غونډه په اسلام اباد او دويمه په کابل کې شوې وه. د افغان سولې خبرو اترو کې د پاکستان او افغانستان په ګډون د چين او امريکا استازي هم ګډون لري.

XS
SM
MD
LG