د لاسرسي ځای

په پاکستان سپر لیګ کې ټول ۹۸ لوبغاړي دي چې ۲۸ پکې نړیوال او ۷۰ د پاکستان خپل دي. په پاکستانیو لوبغاړو کې بیا ۴۰ د پنجاب دي او پاتې دېرش له خیبر پښتونخوا ، قبایلي سیمو ، سیند او بلوچستان سره اړه لري.

پراګ: پاکستان د سپر لیګ په نامه د کرکټ شل اوریز ټورنامنټ د څو کلونو له ځنډه وروسته د ۲۰۱۶م کال د فرورۍ پر ۴مه نېټه د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې پیل کړ.

د پاکستان سپر لیګ په دې لومړي شل اوریز ټورنامنټ کې پنځه لوبډلې برخه اخلي چې ترمنځ به یې په ۱۹ ورځو کې ۲۴ لوبې تر سره کېږي.

د پاکستان سپرلیګ په برخه والو لوبډلو کې لاهور قلندر ، کراچۍ کنګز ، اسلام اباد یونایټډ ، پېښور زلمي او کویټه ګلېډیېټرز په نامه لوبډلې شاملې دي.

په دې هره لوبډله کې د پاکستانیو لوبغاړو تر څنګ یو شمېر نړیوال لوبغاړي هم اخیستل شوي دي.

په پاکستان سپر لیګ کې ټول ۹۸ لوبغاړي دي چې ۲۸ پکې نړیوال او ۷۰ د پاکستان خپل دي. په پاکستانیو لوبغاړو کې بیا ۴۰ د پنجاب دي او پاتې دېرش له خیبر پښتونخوا ، قبایلي سیمو ، سیند او بلوچستان سره اړه لري. تر ټولو لږ استازیتوب بلوچستان ته ورکړل شوی دی له کومه ځایه چې یوازې دوه لوبغاړي اخیستل شوي چې یو د کوټې او بل د پېښور په لوبډله کې شامل دی.

که چېري ځوان لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو ښودلو لپاره د زمینې برابرول په پام کې ونیول شي نو مهمه خبره دا ده چې په لوبډلو کې د صوبو انډول څنګه ساتل شوی دی؟

د دې پوښتنې ځواب له دې کبله په زړه پورې دی چې د پاکستان د نور کرکټ غوندې په پاکستان سپر لیګ کې هم زیات لوبغاړي د پنجاب صوبې دي.

که څه هم د پېښور زلمي او کویټه ګلېډیېټرز له نومونو د پېښور او کوټې لوبډلې ښکاري خو که په دې لوبډلو کې د لوبېدونکو لوبغاړو شمېر ته وکتل شي نو مناسب نوم به یې “ پنجابي لونډې” یانې د پنجاب ځوانان وای. هغه ځکه چې په کویېټه ګلېډ‌یټرز کې د بلوچستان یو لوبغاړی او د پنجاب شپږ لوبغاړي دي او په پېښور زلمي کې پښتانه شپږ او د پنجاب اووه لوبغاړي دي.

د کویټه ګلېډیېټرز لوبډلې جدول ته په کتلو له د دې اندازه لګول کېدای شي چې د بلوچستان د بلوڅ مېشتو او پښتنو مېشتو سیمو له ځوانانو سره تر کومه حده انصاف شوی دی.

د پېښور زلمي لوبډلې جدول دا څرګندونې چې ګواکې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې دومره وړتیا لرونکي لوبغاړي نشته لکه کوم چې په دې لوبډله کې له پنجابه اخیستل شوي دي.

خیبر پښتونخوا د پاکستان د کورني – ډومیسټک – کرکټ تر څنګ نړیوال کرکټ ته هم لوی شمېر منل شوي لوبغاړي ورکړي دي خو بیا هم په پېښور زلمي لوبډله کې ځايي ځوانانو ته د موقعې ورکول د نه برابر دي.

د اسلام اباد یونایټډ لوبډله کې هم داسې ښکاري چې زیات واک د پنجاب صوبې ساتل شوی دی.

د اسلام اباد په لوبډله کې د نړویالو لوبغاړو تر څنګ نهه د پنجاب ، پنځه د سیند او یو د خیبر پښتونخوا دی. د بلوچستان پکې یو لوبغاړی هم نشته.

سیند صوبې ته په مجموعي توګه د پاکستان په کرکټ کې د پام وړ برخه ورکړل شوې ده خو په سپر لیګ په کراچۍ کنګز لوبډله کې هم د پنجاب لوبغاړي تر ځايي سیندي لوبغاړو زیات دي.

د کراچۍ کنګز په ۱۹ لوبغاړو کې د نړیوالو تر څنګ شپږ د پنجاب ، څلور د سیند او دوه د خیبر پښتونخوا دي. د بلوچستان “قسمت” دلته همورسره ملګرتیا نده کړې.

د لاهور قلندرز لوبډلې په ۲۰ لوبغاړو کې ۱۲ د پنجاب خپل دي ، پنځه نړیوال او درې د خیبر پښتونخوا دي. سیند او بلوچستان ته لکه چې پکې اړتیا نده پېښه شوې.

د کرکټ د ټیسټ او یو ورځنیو سیالیو غوندې د دې لوبې شل اوریزه بڼه هم په انګلستان کې پیل شوه چې لوی هدف یې کورني کرکټ ته د ودې تر څنګ یاده لوبه په لنډ وخت کې مینه والو ته وړاندې کول هم دي.

د کرکټ د دې شل اوریزو او په زړه پورې سیالیو د مینه والو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او اوس یو شمېر هیوادونو د نړیوالو سیالیو تر څنګ ځانګړي ټورنامنټونه هم پیل کړي دي.

په دې کې تر اوسه د اسټرالیا بیګ بېش ، د هند انډین پریمیر لیګ او د بنګله دېش پریمیر لیګ په نامه اتلولۍ ډېرې ځلېدلې دي.

(په دې لیکنه کې ځینې مالومات له کرک انفو اخیستل شوي دي)

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG