کوټه: د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د شنبې په ماسپښین په یوه چاودنه کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.
په کوټه کې د مشال راډيو خبريال وايي چې دا چاودنه د کوټې ښار لياقت پارک ته مخامخ له عدالتي ودانۍ سره نژدې شوې ده.
په وژل شویو کې د پاکستان د ایف سي ځواک سرتېري هم شامل دي.
د پاکستان وسله والو طالبانو د دې برید پړه منلې ده.