د لاسرسي ځای

په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د پکتیا په زرمت او د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو او د ملي اردو د درنو وسلو په ډزو کې څوارلس وسلوال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

نن د شنبې پر ورځ د پکتیا د تندر ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د مموزیو په سیمه کې نړیوالو ځواکونو پر وسلوالو مخالفینو هوايي بریدونه کړي، چې نهه وسلوال په کې وژل شوي دي.

بلخوا د ملي اردو ځواکونو د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسلوالو پر پټن ځایونو د درنو وسلو بریدونه کړي، چې پنځه وسلوال په کې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې وسلوالو ته یاده مرګ ژوبله د ګیلان ولسوالۍ د والي او بختیار په سیمو کې اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د ملي اردو سرتیرو د غزني په ګیلان کې د عملیاتو په لړ کې څلور کړۍ د وسایطو ضد ماینونه هم شنډ او له منځه وړي دي.

چارواکو ویلي، چې په پکتیا کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې د وسلوالو دوه عرادې موټر او یو شمېر نور جنګي وسایل هم له منځه تللي دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د ملي اردو د دې ادعاوو په اړه څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG