د لاسرسي ځای

په افغانستان او عراق کې له زندانیانو سره د بد چلند عسکونه خپاره شوې


د امریکا دفاع وزارت د جمعې پر ورځ ۱۹۸عکسونه نندارې ته وړاندې کړل چې په کې په افغانستان او عراق کې له زندانیانو سره ناوړه چلند څرګندېږي.

په دې تصویرونو کې د ډېری بندیانو په لاسونو او پښو کې د وهلو ټکولو نښې معلومېږي.

د امریکا دفاع وزارت وایي، دا تصویرونه یې وروسته تر دې ترلاسه کړي دي چې د پوځیانو له لورې یې د بد چلند ۵۶دوسیې وڅېړلې.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا په ۱۴مواردو کې داسې کره اسناد ترلاسه شوي دي چې د هغو له مخې به ۶۵امریکایانو ته سزا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG