د لاسرسي ځای

د افغانستان د سولې خبرو په اړه غونډه پيل شوه


د افغان سولې خبرو اترو کې د پاکستان او افغانستان په ګډون د چين او امريکا استازي هم ګډون لري.

د افغان سولې خبرو اترو کې د پاکستان او افغانستان په ګډون د چين او امريکا استازي هم ګډون لري.

د افغانستان د سولې په اړه دریمه څلور اړخیزه غونډه په اسلام اباد کې پيل شوې ده.

د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز پرانیستونکې وینا پرمهال هیله وښوده چې ګډونوال به د سولې لار نقشې ته حتمي بڼه ورکړي.

ده زياته کړه چې په غونډه کې بايد دا لار ليکه هم مالومه شي چې له مخې يې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي.

په خارجه چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني

په خارجه چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني

سرتاج عزيز د باور پر ځای کولو هم ټينګار وکړ او وې ويل چې بايد په ګډو هڅو سره د طالبانو زياتې ډلې په پراخ سياسي بهير کې شاملې کړل شي چې دارنګه پر هغو وسله والو ډلو ساحه راتنګه شي چې نه غواړي روغه جوړه وکړي.

تر دې وړاندې يوه غونډه په اسلام اباد او دويمه په کابل کې شوې وه. د افغان سولې خبرو اترو کې د پاکستان او افغانستان په ګډون د چين او امريکا استازي هم ګډون لري.

XS
SM
MD
LG