د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې ویجاړ بازار پرانستل شو


د باړې کنډکپر بازار به ژر پرانیستل شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

د جمعې په ورځ له نژدې اووه کاله پس باړې ویجاړ بازار په باقاعده توګه پرانستل شو.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د خېبرایجنسۍ پولیټیکل چارواکي وايي، د اجنسۍ پولیټیکل اجنټ شهاب علي شاه د باړې تاجرانو او ځایي له مشرانو سره یوه غونډه وکړه، او د ویجاړو شوو کاروباري مرکزونو کتنه یې وکړه. نوموړي د باړې دوکاندارانو ته وویل چې دوی اوس خپل دوکانونه رغولی شي او کاروبار پکې پیلولی شي.

باړې د سوداګرو اتحادیې یو مشر مقبول اپرېدي مشال ریډیو ته وویل، حکومت ورته ځانګړې پانګه ورکړې چې خپل وران ویجاړ دوکانونه پرې ورغوي. دی زیاتوي ستونځې ډېرې دي ځکه چې له نوې سره به خپل کاروبارونه بیا پیلوي.

او یو ځایي مشر خیال مت شاه اپرېدي بیا مشال راډيو ته وویل، له څو کلونو پس خلکو د باړې بازار ته خپل ګاډي بیولي ول، په بازار کې وګرځېدل، تاجرانو انتظامیې ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې، او خوشالي یی څرګند کړه،خو دلته اوس هم هر څه کنډ کپر دي او د بجلې او اوبو آسانتیاوې نه لا نه دي ورکړې.

د باړې سوداګرو اتحادیې مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې ته په تګ راتګ کې اوس هم مشکلات شته او په لارو باندې د خلکو سخته تلاشی اخیستل کېږي پکار ده چې نرمي پکې راوستل شي.

چارواکي وایي، د خېبرایجنسې په باړه کې یوه اوږده موده د وسلوالو پرضد پوځي عملیات وشول او اوس په باړه کې د امنیت وضعه ښه شوې ده او بې کوره شوی خلک ورته بیرته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG