د لاسرسي ځای

تازه خبر

“سیمو ته تر ستنېدو مخکې د قبایلو پر اصلاحاتو هېڅ خبرې نه کوو”


د شمالي وزیرستان ټولو مشرانو ویلي چې ټول کډوال خپلو کلیو ته نه وي ستانه شوي، تر هغو د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه هېڅ خبرې نه کوي.

دې مشرانو تېره ورځ په میرلي کې د خېبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب خان عباسي او د قبایلي سیمو اصلاحاتو لپاره د حکومتي کمېټۍ له غړو سره یوه جرګه وکړه.

جرګې ته په وینا کې ملک جانفراز وویل، کله یې چې کورونه او بازارونه اباد شي نو بیا به د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه کوي.

د اصلاحاتو لپاره د حکومتي کمېټۍ مشر سرتاج عزیز د شمالي وزیرستان ولس ته باور ورکړ چې سږ کال به ټول کډوال خپلو کلیو کورونو ته ستانه کړي او د اصلاحاتو په اړه به یوازې د ولس سپارښتنې حکومت ته وړاندې کوي.

په جرګه کې د شمالي وزیرستان سیاسي اتحاد غړو غوښتنه وکړه چې اېف سي ار دې ختم کړل شي او قبایلي سیمې دې په پښتونخوا ورګډې کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG