د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشري حقونو په ارزګان کې ۱۲کلن هلک وژنه وغندله


د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون او یو شمېر نړیوالو فعالانو او ادارو په روزګان ولایت کې د واصل احمد په نوم د یوه ۱۲ کلن هلک وژنه غندلې ده.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون او یو شمېر نړیوالو فعالانو او ادارو په روزګان ولایت کې د واصل احمد په نوم د یوه ۱۲ کلن هلک وژنه غندلې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یوه مشر محمد موسی محمودي بېګا مشال راډیو ته وویل، وسله وال باید پر ماشومانو حملې ونکړي.

د بشري حقونو څار نړیوالې ډلې د پنجشبنې پر ورځ وویل، د واصل احمد قضیه د دوو جنایتونو یا جرمونو ښکارندويي کوي، یوه دا چې وسله والو یو ماشوم وژلی او بل دا چې یو ماشوم د جګړې لیکو ته جذب شوی دی.

واصل احمد تېر کال هغه مهال مشهور شو چې له خپل کاکا او نورو ملېشو سره یې د وسله والو پر ضد په جګړه کې برخه واخیسته.

نوموړی څو ورځې مخکې د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د وسله والو په ډزو کې ووژل شو. طالبانو د واصل احمد وژنې ذمه واري منلې.

XS
SM
MD
LG