د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د وسله والو پر ضد پاڅون کوونکو ته پوځي سامان ورکوو”


د ننګرهار چارواکي وايي، په ولایت کې د وسله والو پر ضد پاڅون کوونکو ته پوځي سامان او الات ورکوي.

د والي له دفتره د پنجشنبې پر مازیګر په خپور شوي بیان کې راغلي، د ولسي پاڅون کوونکو نومونو لېسټ جوړ کړل شوی دی.

په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي خو بیان د ننګرهار امنیتي چارواکو په حواله زیانوي، ژر به پاڅون کوونکي په امنیتي پوستو کې ځای پر ځای کړل شي.

هم د پنجشنبې پر ورځ د والي له دفتره په خپور شوي یوه بل بیان کې ادعا شوې چې په ننګرهار کې د اسلامي دولت ډلې ماتې خوړلې او اوس یوازې غلچکي بریدونه کوي.

په ننګرهار کې ځانګړي پوځي عملیات لا هم روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG