د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سندرغاړی حیات ګردېزی ومړ


نومیالی افغان سندرغاړی حیات ګردېزی د پنجشنبې پر ورځ د زړه حملې له کبله ومړ.

د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګي چارو مرستیال وزیر ډاکتر کمال سعادت بېګا پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې د ګردېزي جنازه نن د کابل په عیدګاه جومات کې کېږي.

۶۱ کلن حیات ګردېزی د پکتیا په احمد اباد ولسوالۍ کې زېږېدلی وو او له ۱۸ کلنۍ راهیسې یې په هجرو او محفلونو کې د سندرو ویل پیل کړي ول.

وروسته یې د افغانستان ملي راډیو او ټیليوېژن لپاره هم سندرې ویلې وې. ګردېزی د افغانستان هنرمندانو ټولنې مشر هم وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG