د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال دوستم له حکومته ګوښه کېدل رد کړل


 جنرال عبدالرشید دوستم
جنرال عبدالرشید دوستم

په دا نژدو کې د ازادي راډيو په ګډون ځینو رسنیو راپور ورکړ چې عبدالرشید دوستم د ملي وحدت حکومت له مشرانو خوابدی شوی دی.

د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هغه اوازې ناسمې بللې دي چې ګنې د ملي وحدت له حکومت ګوښه شوی دی.

ښاغلي دوستم نن (چارشنبه) د ځوانانو یوې غونډې ته وویل، که څه ځينې نیوکې لري، خو له حکومته د لېرې کیدو راپورونه یې رد کړه.

جنرال دوستم زیاته کړه:

"ځينې خلک وایي چې جنرال دوستم له حکومته ګوښه شوی او یا یې واټن نیولې. زه به څنګه ګوښه کېږم او څنګه به ليرې کېږم. دولت زموږ دی، موږ یې زحمت ګاللی او ما یې په جوړولو کې اساسي رول لوبولی دی."

وړاندې د جنبش اسلامي ویاند بشیراحمد تینج ازادي راډیو ته ویلي ول چې ښاغلی دوستم د ملي وحدت حکومت له مشرانو ځکه خوابدی دی چې د هغه په باور حکومتي مشرانو هغو کسانو ته چې دا نظام یې رامنځ ته کړی، پاملرنه نه کوي.

XS
SM
MD
LG