د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د لومړنۍ موټروې پرانستنه شوې


د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د بلوچستان په پسنۍ سیمه کې د ګوادر ـــ تربت او هوشاب موټروې پرانستنه وکړه، چې د دغه صوبې لومړنۍ موټروې ده. نوازشریف د پرانستنې غونډې ته په وینا کې وویل، د ده حکومت بلوچستان ته د نورو صوبو غوندې اهميت ورکړی او د لویو سړکونو له جوړېدو سره به دغه صوبه نه یواځې له نور پاکستان بلکې له منځنۍ اسیا سره ونښلول شي.

وزیراعظم وویل، د لویو سړکونو په دې جریان کې به له پېښوره تر جلال اباد پورې هم سړک وغزوي، چې وروسته به يې د افغانستان له حکومت سره په ګډه تر کابله ورسوي.

د پاکستان سرکاري ټیلویزيون په خبره دا موټروېد ګوادر-کاشغر اقتصادي راهدارۍ يوه برخه ده.

له ګوادر تر هوشابه دا موټروې ۱۹۳ کیلوميتره اوږدوالی لري، چې نږدې شپږ مياشتو کې به بشپړه شوې او ټول کار يې د ایف ډبليو او په نامه پوځي کمپنۍ کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG