د لاسرسي ځای

د افراطي تصور تېروتنه: خلافت؛ خیال که حقیقت؟


د کابل دارالامان ودانۍ ته نېږدې تر ځانمرګې موټر بمي حملې یو انځور. کال: ۲۰۱۱ز

د کابل دارالامان ودانۍ ته نېږدې تر ځانمرګې موټر بمي حملې یو انځور. کال: ۲۰۱۱ز

لیکوال: نقیب احمد عزیزي

په اوسنيو کابو ټولو هغو جګړو کې چې د رومانټيکي او خيالي خلافت او تشريع په مټ توجيه کېږي، مستقيم تاوان مسلمان او همدې ټولنې ته رسېږي او رسېدلی دی، غرب ته يوازې د دې سرناخلاصۍ او خصومت‌محوره مفکورې اوازې او خبر رسېږي. دغه شي يوازې د نړيوال ژورناليزم د خبري برخې له ګرمولو سره مرسته کړې ده.

نن چې څوک د نفاق تداوم ته خوشحاله دي او د مسلمان ملت چې د امت اهمه برخه ده، له نظام سره په جګړه لګيا دي، ومنه چې د خاورې د مسلمان انسان پنځه سره کليات شرعيه‌وو ته يې زيان متوجه کړی دی.

اسلام د مسلمان او په ټوله کې د دې خاورينې سيارې د انسان د نجات دين دی، مګر نن سبا د افراطيت په کړيو کې د قران‌کريم په مبارکو ايتونو کې د خپلې مفکورې په ګټه تخصيص کېږي. هغه ايتونه پر مسلمانانو تطبيقوي چې د کافرانو په حصه کې را نازل شوي دي. دوی د سياست په ګټلو کې له اسلامه د اوزارو په ډول کار اخلي، دلته هدف وسيله شوی دی.

همدا خلک نن هغه دين سختوي چې الله تعالی يې په اړه فرمايي:

((يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ)) [البقرة ۱۸۵]

((ژباړه: خدای تاسې ته اساني غواړي، سختي نه غواړي چې تاسې د خوړليو روژو شمېر پوره کړای شئ او په کوم هدايت چې خدای تاسې سرلوړي کړي ياست، په هغه د الله تعالی لويي وستايئ او بويه شکر وکاږئ.))

د پاکستان او افغانستان په مدرسو او حتی په ډېری داخلي علمي حوزو کې بې‌ تجربې ځوانان او بې‌ مطالعې زلمکيان احساساتي او له علمي رويې ناخبره تربيه کېږي. تر علم دوی ته د ايډيالوژي په ترميم کې ډېر کوښښ کېږي.

الله تعالی پر مسلمان په روژه کې هم سختي کول نه دي ستايلي، خو له داسې کسانو خبر يم چې د ټوپک خاوندانو د ديني ثواب په تمه په اختر کې وژلي دي. شړلي يې دي، وېرولي يې دي او ان کوچېدو ته يې اړ کړي دي.

مدرسې علم ورکوي که ایډیالوژیکه روزنه؟

نن سبا د اډيالوژيکو خطبو او احساساتي بحثونو په لړ کې صلح تصغير او تسليم تعبيرېږي، حال دا چې په اسلام کې د ټولنيزې صلاح، فلاح، تامين، سعادت او خير لپاره غوره وسيله ده. په داسې مورد کې چې جګړه د تکفير په مټ روانه ده، د قدرت حريف مسلمان انسان په خپله سليقه او زعم تکفيرېږي او په دې ډول يې اسانه وژلو ته برابروي.

الله تعالی د بې‌ګناه انسان قتل په شديد وعيد تحريم کړی، په شباهتي لحاظ يې د ټولې نړۍ قتل بللی دی. د مسلمان د عمدي قتل سزا لکه د کفر سزا ابدي دوزخ ياد شوی دی. همداسې له مخامخ جنګېدونکي يا حربي کافره پرته د کافر د مرګ جواز هم نه شته، اسير به يې نه وژل کېږي، ماشومان او ښځې به يې په امن وي. که جزيه ترې اخيستل کېږي، د سر و مال او ديني مراسمو ساتنه يې پر مسلمانانو لازمه چاره ده.

خو د پاکستان او افغانستان په مدرسو او حتی په ډېری داخلي علمي حوزو کې بې‌ تجربې ځوانان او بې‌ مطالعې زلمکيان احساساتي او له علمي رويې ناخبره تربيه کېږي. تر علم دوی ته د ايډيالوژي په ترميم کې ډېر کوښښ کېږي. دا چې علم د مناقشې پروسه مني خو ايډيالوژي انعطاف او نرمي کفر ګڼي؛ نو دوی هم له ځانه پرته ټولنې ته بدبين پاتېږي او دغه سوړ جنګ يې په مغزو کې په فيزيکي خشونت بدلېږي. دوی ته د جنت داسې تلقين ورکوي چې پيغمبرانو عليهم‌السلام هم له عشره مبشره وو پرته چا ته نه دی کړی.

د واکمنېدو لپاره خلک وژل روا نه دي

دين په هيڅ صورت ټولنيز ضرر نه مني، لويه ګناه يې بولي. په دې اړه جليل القدر صحابي ابن عباس رضی‌الله‌عنهما له رسول کريم صلی‌الله‌عليه‌وسلم څخه دغه حديث را نقل کړی: "لا ضرر ولا ضرار" چې مفهوم يې د فرد او ټولنې د تړاو په اړه دی. معنا يې دا ده چې نه به ځان ته ضرر رسوې، نه بل ته. دا ډېر مشهور حديث دی او ډېری علماء يې د لنډون او مفهوم په وجه شرعي قاعده ګرځوي.

جهاد وسيله ده، خو د اسلام په پوښ کې ننوتليو قدرت‌طلبه عناصرو هدف ترې جوړ کړی دی. کله چې يوه غايه او هدف د وسيلو په منځ کې په اسانه او مشروع وسيله قايمېږي، سخته وسېله ساقطېږي. مثلاً که يو سړی له تندې مري او شراب پيدا کړي، کولای شي د نفس د ساتنې په موخه يې وڅښي؛ خو که اوبه پيدا شوې بيا شراب نه شي څښلای. همداسې هغه د مرګونې لوږې د مخنيوي لپاره د مزړګې د غوښې خوړل هم مثال کولای شو چې د هدف په تکميل بېرته نامشروع ګرځي.

د غايې (هدف) او وسيلې تړاو لازم و ملزوم نه دی. هره غايه ضرورت نه دی، خو هر ضرورت غايه ده. د قدرت د موندلو هدف يو انسان ته دا نه روا کوي چې قتل وکړي، ښارونه وسوځي او تدمير ته مخه کړي. دا سمه ده چې هدف دی، خو چې ضرور نه دی، وسيله يې هم ترديدېږي.

د شرعي قاعدې په توګه يوه غلطه مشهوره قاعده ((الغاية تبرر الوسيلة)) ده، معنا دا چې غايه وسيله توجيه يا روا کوي، اصلاً د دغې قاعدې سمه بڼه ((الغاية لا تبرر الوسيلة)) ده، مفهوم يې دا دی چې غايه وسيله نه مباح کوي. دلته يوه بله قاعده هم شته چې غلط‌‌فهمي راولاړوي يا له پورته قاعدې سره ټکر ښکاري، په دې قاعده کې لولو: ((الضرورات تبیح المحظورات)) معنا يې دا ده چې ((ناروا د ضرورت په وخت روا شي))، په دې کې ستونزه هغه مهال پېښېږي چې خلک ضرورت او غايه عين شيان سره وګڼي. له غلط شکل څخه يې د افغانستان جنګي ډلې پراخه استفاده کوي.

د نظام ورانولو ته بله لويه بهانه د نړۍ پر مخ د خلافت د اعادې دعوه او دروغجن رنګين خيال دی چې زموږ ځوانان د ډلو په کړيو کې داخلوي او ځپي يا بل پرې ځپل کېږي.

د شرعي مقاصدو ساتنه مهم ديني ضرورت دی، ځکه خو غايه هم ده او بايد په هره وسيله يې تثبيت او تطبيق ته کار وشي. که وسيله د غايې تر زوال لوی خطر پېښوي، بايد بدله شي.

محمد بن مختار الشنقيطي هم همدا خبره کوي، وايي: ((اسلام د سولې يا جګړې دين نه دى بلكې اسلام له سوله‌ايزې او جګړه‌ايزې لارې د عدل او قسط د تأمين دين دى.))

قتال او جهاد هله واجب او فرضيت ته ځي چې محاربه له مفاهمې وتلې وي يا د بل انتخاب هيڅ مجال پاتې نه وي؛ ځکه خو د رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم په سیرت کې د غزا او صلحې دواړو مثالونه او سابقه موندلای شو، مګر د نن سبا لايحو وسيله د غايې مقام ته اړولې او استثنی يې د قاعدې منزلت ته رسولې ده.

تر بې‌ نظامه حالت، فاسد نظام غوره دی

دين درې عمده برخې لري:

۱. عقايد

۲. عبادات

۳. أحکام

د افغانستان احاطه د مسلمانانو په نفوس ودانه ده، عقايد يې اسلامي دي (ډېره کمه استثنا شته، ځکه ځينې کسان له لاعلمي او عقدې خرافات او منهيات چلوي.)، اوس هم د نړۍ پر مخ د ډېرو سختو شرايطو په کنډ و کپرو کې مهم مسلمان ملت دی، پر توحيد عقيده لري.

عبادات يې قائم دي، کلمه وايي، لمونځ کوي، روژه نيسي، زکات ورکوي او حج ته ځي.

د احکامو تطبيق چې د نظام او شرعي محاکمو صلاحيت دی، په اوسني نيمه دېموکراټيک حکومت کې ځانګړې بوديجه ورته تعيين شوې او (له کمې استثاء سره) احکام تطبيقېږي. مثالونه زموږ مخې ته پر رسنيو اپلوډ شوي (پورته شوي) پراته دي.

له نظام سره د طالب او بلې هرې جګړه‌مارې ډلې د جنګ منطق او عمده ستونزه د احکامو په تطبيق کې ده. دا خو ټول وينو چې په اوسني نظام کې رشوت دی، زورواکي موجود دي، مافيا پکې روانه ده؛ خو دا هر څه په موږ پورې اړه لري چې له دولته يې حتمي اصلاح وغواړو. تر بې‌نظامه حالت فاسد نظام غوره وي، ځکه تر خپلسرۍ او ټوپکواکۍ يې ستونزې حتماً کمې وي.

د نظام ورانولو ته بله لويه بهانه د نړۍ پر مخ د خلافت د اعادې دعوه او دروغجن رنګين خيال دی چې زموږ ځوانان د ډلو په کړيو کې داخلوي او ځپي يا بل پرې ځپل کېږي. دغه مفکوره د شرعي فريضې په حيث اخوانيانو دود کړه. د خلافت په اړه واضح حديث شريف دی چې دېرش کاله به وي، له هغه وروسته به پاچاهۍ وي:

((عن سَفِينَةُ رضي الله عنه، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:الْخِلاَفَةُ فِي أُمّتِي ثَلاَثُونَ سَنَةً، ثُمّ مُلْكٌ بَعْدَ ذَلِكَ. ثُمّ قَالَ سَفِينَةُ: امْسِكْ عَلَيْكَ خِلاَفَةَ أَبي بَكْرٍ، ثُمّ قَالَ: وَخِلاَفةَ عُمَرَ وَخِلاَفَةَ عُثْمانَ، ثُمّ قَالَ لي: امسِكْ خِلاَفَةَ عَلِيّ قال: فَوَجَدْنَاهَا ثَلاَثِينَ سَنَةً.)) [رواه أحمد وحسنه الأرناؤوط]

د حديث شريف مفهوم دا دی چې رسول اکرم صلی‌الله‌عليه‌وسلم وايي، زما په امت کې خلافت ۳۰ کاله دی، بيا پاچاهۍ (یعنې د واکمنۍ بل ډول) دي. تر ۳۰ کلن خلافته د څلورو راشده خليفه‌ګانو دورې مراد دي. خليفه به د ولس په خوښه د بيعت په وسيله ټاکل کېده چې نني انتخابات يې په کم توپير ښه بديل بللای شو.

د توحيد له کلمې (لا إله إلا الله محمد رسول الله) سره د تورې رسمول څه معنا لري؟ د داعش عمومي لوګو د دې پر ځای چې د وحدانيت تصور خپور کړي، د وحشت بوی ترې لټېږي.

نور په اسلام کې د راشده خلافت يا د (علی منهاج النبوة) خلافت په نامه هيڅ کومه فريضه نه شته، د تېر خلافت د صيغې فرضيت په اسلام کې موجود نه دی، په دې اړه څوک نه قراني دليل او نه مرفوع حديث لري، هغه يوه تنفيذي صيغه وه، يوه وسيله وه، له يوې مرحلې سره د حکم متناسبه صیغه وه او پر ځای شوه، که چېرې بيا هغه اوضاع برابره شي؛ کېدای شي بيا را وګرځي، نو نه نفي يې هم نه کوو.

توافق په نړیوال کچ، خو هر هېواد باید خپل نظام ولري

ښه به دا وي چې د مسلمانانو يوه نړيواله اتحاديه موجوده وي او د امت پر سطحه يو توافق او تعاون سره ولري. نور نو په هر هېواد او جغرافيه کې هغسې نظام ته اړتيا ده چې د شريعت مقاصد پکې خوندي کېږي او ټولنه يې ورباندې ارامېږي.

شريعت دغه مقاصد خوندي ساتي:

۱. دين

۲. نفس

۳. عقل

۴. نسل

۵. مال

انسان ته همدا د شريعت پنځه اساسي مقاصد دي او په هر صورت بايد مصؤن وي. جهاد هم د همدې مقاصدو د مصؤنيت د تحقق وسيله ده، هدف نه دی. که شرعي غايه په هره وسيله قايمېږي، هماغه وسيله دې وکارول شي؛ خو دا سنجش په کار دی چې وسيله پخپله د غايې د تحقق تر نشتوالي ګرانه پرې نه وځي.

قتال په خپل ذات کې يو قبيح شی دی، خو چې دغه مقاصد ورباندې خوندي کېږي، حسن ګرځي؛ ځکه خو په دې مقوله کې لولو چې ((قتال قبيح لذاته او حسن لغيره)) دی.

اوس تاسې محاسبه وکړئ چې د اوسنيو ځانخوښو او نارسېستو جنګي ډلو په جګړو کې دين ته څومره زيان اوښتی؟ د توحيد له کلمې (لا إله إلا الله محمد رسول الله) سره د تورې رسمول څه معنا لري؟ د داعش عمومي لوګو د دې پر ځای چې د وحدانيت تصور خپور کړي، د وحشت بوی ترې لټېږي. د غربيانو او افراطي فکر همدومره توپير لري چې لومړی يې جهاد کورټ وحشت ګڼي او دويم يې کورټ وحشت جهاد ګڼي.

دلته عقل څومره تر پښو لاندې شوی؟ څومره ډار حاکم دی؟ څومره مسلمانان په رواني اختلال مبتلا دي؟

له نفس سره مو تعامل څه ډول دی؟ په کومو وړو وړو ګناهونو د قتل ګناه جايزه، بلکې ديني امر ګڼل کېږي؟

د همدې پنځو مقاصدو پوره کېدل شرعي ژوند دی. دين بايد ځکه خوندي وي چې ژوند ته د بقا ارزښت مو همدې دين خوندي کړی، اخروي مسير مو پورې تړلی دی.

د نفس خونديتوب د تعبد لپاره مجال دی، خدای زموږ مرګ ناروا کړی، ځکه يې قصاص راباندې فرض کړی چې د ژوند درناوی وشي، په دې حساب ځان ته ضرر رسول هم په کبيره ګناه کې حساب دي.

د عقل د ساتنې لپاره يې شراب او ګردسره هر رقم نشه‌يي توکي حرام کړي، ساتنه يې لازمه ده. عقل د فلسفي او ساينسي بحثونو او په ټوله کې د دنيا د تنظيم محور دی او انسان يې له حيوانيته را لوړ کړی دی چې دا جلا بحثونه دي.

همدا ډول د نسل د سالم تسلسل لپاره ازدواج ته اجازه ورکړل شوې او زنا او قذف ته سزا او حدود ټاکل شوي دي.

د مال لپاره معاملاتو، تجارت او سوداګرۍ ته جواز شته دی. سود، غلا او خيانت يې منع کړي. د دين هماغه درې عمده برخې او د دغو پنځو شرعي مقاصدو پلي کول او ساتل د دنيا د تامين او اخرت د کاميابۍ وسايل دي.

له دې ور ها خوا په دين کې زياتونو او کمونو ته ځای نه شته، دين خدای پاک مکمل کړی او زموږ فطرت او کسبونه يې پرې مطلق رد کړي نه، بلکې مهار کړي دي.

نقیب احمد عزیزي لیکوال او د عربي ادبیاتو پوه دی.

دا لیکنه د هغه خپل نظر دی او د مشال راډیو فکر یا نظر ښکارندويي نه کوي.

م ا م/ا ش ا/پ س

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG