د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره باید سیمه ییزه طرحه رامنځته شي”


د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره د یوې داسې طرحې پر جوړولو او عملي کولو ټینګار کړی چې د سیمې د ټولو هېوادونو لخوا په یوه واحده اراده او لیوالتیا رامنځته شي.

د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره د یوې داسې طرحې پر جوړولو او عملي کولو ټینګار کړی چې د سیمې د ټولو هېوادونو لخوا په یوه واحده اراده او لیوالتیا رامنځته شي.

ښاغلي عبدالله د سېشنبې پر ورځ د ترهګرۍپر ضد مبارزې په اړه په هغه کنفرانس کې دا خبره کړې چې د هند په جیپور ښار کې جوړه شوې وه .د افغانستان د اجراییه ریاست لخوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي عبدالله کنفرانس ته په وینا کې یو ځل بیا د سیمې له هېوادنو غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ودریږي او هغه څه چې د ټولي سیمې او نړۍ لپاره امنیتي ګواښ ګڼل کېږي په ګډه له منځه یوسي.

دی وایي له افغان حکومت سره له یوې خوا د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي،بل لوري ته د سولې خبرو لپاره هم هڅې پر مخ وړي .

نوموړي ویلي چې د سولې خبرو یې هدف دا دی چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي او پرینږدي چې خاوره یې د سیمې او نړۍ پر ضد د تروریستي اعمالو لپاره وکارول شي.

XS
SM
MD
LG