د لاسرسي ځای

افغان ولسمشر یو ځل بیا په افغانستان کې د سولي او ثبات راوستلو په برخه کې په قامي یووالي ټینګار کړی او ویلي يې دي چې خلک باید په دې برخه کې د حکومت ترڅنګ ودریږي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې سېشنبې پر ورځ یې د ښارې پیوستون د شوراګانو په غونډه کې خبرې کولې وویل چې په دغه هېواد کې سوله او امنیت باید ولسي شي او د ولس پر مټ رامنځته شي .

ولسمشر غني دغه راز د سولې او امنیت په راوستلو کې د دیني عالمانو او جوماتونو رول هم ډېر مهم وباله او هغوی ته یې بلنه ورکړه چې خپله ونډه په ښه توګه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG