د لاسرسي ځای

تازه خبر

" اوه ورځي مو واښه خوړلي دي "


" اوه ورځي مو واښه خوړلي دي "
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:36:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

سياستوال بسم الله خان کاکړ وايي، کله چې يې په نوولس سوه اويايمه لسېزه کې وسله واله مبارزه کوله نو داسې وخت هم ورباندې راغلی چې خواړه يې نه لرل او اوه ورځي يې پر له پسې واښه وخوړل. که څه هم نوموړی دا وخت په پېپلز پارټۍ کې دی خو يو وخت يې هم د دې ګوند پر ضد د پښتنو د ځوانانو يوه سازمان پښتون سټوډنټس فيډرېشن تر چتر لاندې وسله واله مبارزه کړې وه. هغه وخت د پاکستان لومړۍ وزير د پيپلز پارټۍ مشر ذوالفقار علي بوټو وو او نېشنل عوامي پارټۍ د خان عبدالولي خان په مشري کې په حزب اختلاف کې وه. د ښاغلي بوټو او نيپ ترمنځ اختلافات دې کچې ته ورسېدل چې نېشنل عوامي پارتۍ په پټه وسله واله مبارزه پېل کړه او په ۱۹۷۳ ميلادي کال يې د پاکستان دولت پر مرکزونو حملې شروع کړې. بسم الله خان کاکړ هم د هغې وسله والې مبارزې يو غړی وو او د پښتون سټوډنټس فيډریشن د شاوخوا ۳۵ وسله والو سياسي غړيو د ډلې مشري کوله . له نوموړي سره عبدالحي کاکړ د مشال مرکه کړې ده او په سر کې يې د هغه د کور کلي، د زېږېدو ځای او نيټې په اړه پوښتنه کړې ده.؟

XS
SM
MD
LG