د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا کې ډرون برید ۱۸ وسله وال وژلي


پاکستانیو طالبانو ته نږدی سرچینو مشال راډیو ته منلې چې په برید کی۱۸ تنه وژل شوی چې څلور یې قومندانان دي، او له سجنا ډلې سره یې ټړاو لرلی.

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې وړمه شپه او پرون دوشنبه د ماسپښین په دو بجو د یاد ولایت د ګومل ولسوالۍ اړوند د سواک په سیمه کې، چې د قبایلي سیمو له پولې سره نږدې پرته ده، د نړیوالو ځواکونو د ډرون الوتکو په بریدونو کې ۱۸ وسلوال وژل شوي.

د پکتیکا والي ویاند نبي الله پیرخېل مشال راډیو ته وویل، چې وسلوال پولې ته نږدې افغانستان لوري ته د تګ په حال کې ول، چې د نړیوالو ځواکونو تر هوايي بریدونو لاندې راغلل.

د پکتیکا د والي ویاند وايي، ښايي په وژل شویو وسلوالو کې بهرنيان هم ول.

((د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ د سواک په سیمه کې په یوه هوايي برید کې ۱۸ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي دي، د دوی یو موټر چې له باروتو ډک وو، له منځه وړل شوی دی، زموږ د پلټونکیو ارګانونو د مالوماتو له مخې کیدای شي، په وژل شویو کسان بهرنیان هم ول.))

پاکستانیو طالبانو ته نږدی سرچینو مشال راډیو ته منلې چې په برید کی۱۸ تنه وژل شوی چې څلور یې قومندانان دي، او له سجنا ډلې سره یې ټړاو لرلی.

XS
SM
MD
LG