د لاسرسي ځای

"د باچا خان پوهنتون کارکوونکي د خپل مشر تر شا ولاړ دي"


د خېبر پښتونخوا په چارسده کې د باچاخان پوهنتون انتظامیې پرېکړه کړې چې د امنیتي انتظاماتو تر بشپړېدو مخکې به پوهنتون تړلی ساتي. دوی دړکه ورکړې که د پوهنتون وایس چانسلر فضل رحیم پر ضد حکومت ګام پورته کوي نو د پوهنتون ټوله انتظامیه او استادان به یې ترشا ولاړ وي. په غونډه کې دا غوښتنه هم شوې ده چې د باچاخان پوهنتون د پېښی پلټنو لپاره دې یو عدالتی کمیشن جوړ کړل شي.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG