د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د باچا خان پوهنتون د مشر ترشا ولاړ یو"


د باچا خان پوهنتون مشر فضل رحیم مروت
د باچا خان پوهنتون مشر فضل رحیم مروت

د پېښور پوهنتون پخوانی مشر عظمت حیات خان وايي حکومت د دا ډول کمېټیو په ترڅ کې خپله ناکامي پټول غواړي.

د خېبر پښتونخوا په چارسده کې د باچاخان پوهنتون انتظامیې په غونډه کې د پوهنتون بند ساتلو پرېکړه پرځای ساتل شوې ده، خو دا دړکه یې ورکړې که د پوهنتون وایس چانسلر فضل رحیم پر ضد حکومت ګام پورته کېږی نو د پوهنتون ټوله انتظامیه او استادان به یې ترشا ودرېږی. په غونډه کې دا غوښتنه هم شوې ده چې د باچاخان پوهنتون د پېښی پلټنو لپاره دې یو عدالتی کمیشن جوړ کړل شي.

تر دې وړاندې د اتوار په ورځد خېبر پښتونخوا پروفیسرانو اتحادیې پرباچاخان پوهنتون د برید په اړه پلټنیز رپوټ په کلکه غندلی دی او وايي، چې امنیت ساتنه د امنیتي ادارو ذمه واري ده.

په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون د وسله وال برید پلټنو لپاره د خېبر پښتونخوا حکومت یوې درې کسیزې کمیټۍ د اتوار په ورځ په خپل رپورټ کې صوبايي حکومت ته سپارښتنه کړې چې د پوهنتون وایس چانسلر فضل رحیم مروت او یو بل پروفېسر د امنیت ساتلو کې ناکامه شوي دي او پکار ده چې هغوی له خپلو دندو ګوښه کړل شي.

خو د پروفېسرانو اتحادیې مشر جمیل احمد چترالي د مشال راډیو له خبریال منور شاه سره په خبرو کې د حکومتي کمېټۍ رپوټ وغانده او زیاته یې کړه، دوی له پېښې پس سمدستي د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې وه، چې اصل حقایق څرګند شي، خو داسې ونشو.

”د یو استاد بنیادي کار دا دی چې په یو تعلیمي اداره کې خپلو شاګردانو ته ښه ښوونه وکړي، دا د دوی دنده نه ده چې د خلکو تلاشي وکړي. دا خبره د استادانو اتحادیې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک ته مخامخ او له نورو هم رسولې ده. خو پر داسې موقع دا ویل چې په امنیت ساتلو کې له وایس چانسلره کوتاهي شوې، دا ډېره ناسمه خبره ده بلکې د هغو خلکمو پر ټپونو ملګې دوړول دي چې په پوهنتون کې یې کورنیو کسان مړه او ژوبل دي“.

د پېښور پوهنتون پخوانی مشر عظمت حیات خان وايي حکومت د دا ډول کمېټیو په ترڅ کې خپله ناکامي پټول غواړي.

”د پوهنتونونو امنیت ساتل خو د وایس چانسلرانو کار نه دی، هغوی خو عسکر نه دي او نه یې پوځي روزنه اخیستې ده، او یو پروفېسر به شاګردانو ته ښوونه کوي که به چوکېداري کوي. دوی اوس خپلې کمزورۍ پکې پټوي، استاد به قلم په لاس کې اخلي که به ټوپک په مټو ګرځوي.


د پېښور پوهنتون د پاکستان مطالعې څانګې مشر فخر لاسلام وايي، د باچا خان پوهنتون د پېښې په نتیجه کې د پوهنتون مشر لیرې کول مناسب نه ده خو پکار ده چې د دا ډول پېښو مخنیوي لپاره په ګډه کار وشي.

خو د خېبرپښتونخوا حکومت واييچې په دې صوبه کې تعلیمي ادارې زیاتې او د پولیسو شمېر کم دی نو ځکه د امنیت په ټینګولو کې د تعلیمي ادارو کردار هم ضروري دی، او دې لړ کې چې کومې سرکاري یا غېر سرکاري تعلیمي ادارې د خپل امنیت لپاره په سمه توګه اقدامات نه کوي نو د هغوي خلاف به کاروايي هم کوي.

یاده دې وي چې د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه پر باچا خان پوهنتون په برید کې د یو پروفیسر په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي ول او ۱۹ نور ژوبل چې زیاتره یې زده کوونکي وو. د وسله والو طالبانو یوې بېلې شوې ډلې یې زمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG