د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ای اې ملازمینو د کاربندیز دړکه کړې


کراچۍ: د پاکستان هوايي کرښې نجي کولو ضد لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

کراچۍ: د پاکستان هوايي کرښې نجي کولو ضد لاریون

د پي ای اې ملازمینو مشترکه ایکشن کمیټۍ مرستیال مشر هدایت الله خان مشال ریډیو ته وویل چې نجکاري ورته په هېڅ صورت قبوله نه ده

د قامي ایئر لائن د ممکنه نجکاري پرضد نن (دوشنبه) په اوومه ورځ هم په ټول ملک کې احتجاج روان دې او مشترکه ایکشن کمیټي دړکه ورکړیده که حکومت يې تر سبا غوښتنې ونه منلې نو فضایي اپرېشن به بند کړي.

د پي ای اې ملازمینو مشترکه ایکشن کمیټۍ مرستیال مشر هدایت الله خان مشال ریډیو ته وویل چې نجکاري ورته په هېڅ صورت قبوله نه ده او ترڅو چې حکومت خپله فیصله واپس وانخلي تر هغو به یې احتجاج جاري وي.

د نوموړي وینا وه چې حکومت ته يې د نهې ورځې د سهار تر شپږو (۶) بجو پورې مهلت ورکړی دی چې مذاکرات وکړي او که غوښتنې يې ونه منل شوې نو کوښښ به دا وي چې له پي ای اې سره سره د نجي هوايي کرښو فضايي آپرېشن هم بند کړي.

مشال ریډیو چې کله د ملازمینو دې غوښتنو او د احتجاج په اړا د پي آئي اې انتظامیې سره تماس ونیولو نو د یادې ادارې د ویاند دانیال ګیلاني وینا وه چې د پي آئي اې ټولو ملازمینو نوکریانو ته هیڅ قسمه خطره نشته او دوي ته چې کومې مالي فائدې حاصل دي لکه د دوي تنخواګانې، پنشن او په ګریجویټي به هیڅ قسمه اثر نه پریوځي او دا خبره یقیني جوړولو لپاره به د قانون سازۍ د لارې به ورته تحفظ ورکړې کیږي نو دې ورستو د ملازمینو لخوا د هړتال هیڅ جواز نه جوړیږي.

د نوموړي په وینا چې ملازمین دې د پې آئي اې په بحالۍ کې انتظامیې سره مرسته وکړي او نن د ګل د ورځې نه دې په دفترونو کې خپله حاضري یقیني کړي.

د ذکر ده چې د قامي ایئر لائن ملازمینو له هغې ورستو په احتجاج لاس پورې کړو چې کله حکومت د یادې ادارې د نجکارۍ فیصله وکړه.

XS
SM
MD
LG