د لاسرسي ځای

کابل کې ځانمرګي برید لس تنه وژلي او شل نور ژوبل


د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي چې د دهمزنګ په سیمه کې له ځانمرګي بریده لس تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي چې ډېری یې ولسي افغان وګړي دي. دغه حمله د ماسپښین د دو بجو په شاوخوا کې د همزنګ چوک ته نږدې د عامه نظم د پولیسو د قومندانۍ مخې ته وشوه چې د سرحدي پولیسو قومندانۍ او د ټرافیکو ریاست هم ورته په نږدې واټن کې پراته دي. وسله والو طالبانو د دغې حملې ذمه واري پر غاړه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG