د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان اجراییه ریس د هند وزیر اعظم سره ولیدل


ډیلی: د افغان حکومت اجراییه ریس عبدالله عبدالله د هند له وزیر اعظم نرېندرا مودي سره د لیدو مهال
ډیلی: د افغان حکومت اجراییه ریس عبدالله عبدالله د هند له وزیر اعظم نرېندرا مودي سره د لیدو مهال

ټاکل شوې ده چې عبدالله عبدالله د چارشنبې په ورځ د سیمه ایزو همکاریو په اړه په یوه غونډه کې برخه واخلي.


د افغان حکومت اجراییه ریس عبدالله عبدالله د هند له وزیر اعظم نرېندرا مودي سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا، له طالبانو سره د سولې پر پروسې او چابهار بندر په اړه خبرې وکړې.

د اجراييه رياست خبرپاڼه وایي چې عبدالله، هند ته د خپل سفر په ترڅ کې نن له نریندرا مودي سره ملاقات وکړ او دا پرېکړه هم وشوه چې سیاسي پاسپورت لرونکي افغانان له دې وروسته له ویزې پرته هند ته تللی شي.

تردې وړاندې د اجراییه ریاست ویاند مشال راډیو ته وویل چې هند ته د عبدالله عبدالله د سفر موخه په جېپور ښار کې د ترهه ګرۍ ضد مبارزې په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون دی.

ټاکل شوې ده چې عبدالله عبدالله د چارشنبې په ورځ د سیمه ایزو همکاریو په اړه په یوه غونډه کې برخه واخلي.

په دې غونډه کې به پر اقتصادي موضوعاتو او له هغې ډلې د چاه بهار بندر په اړه بحثونه وشي.

XS
SM
MD
LG