د لاسرسي ځای

په شام کې چاودنې، له ۶۰ زیات وژل شوي دي


د شام تر پلازمېنې دمشق بهر له یو مشهور شیعه مزار سره درو چاودنو تر ۶۰ زیات کسان وژلي دي.

په دې کې یو موټر بم چاودنه او دوه ځانمرګي بریدونه دي چې تر ۱۰۰ زیات کسان ټپي کړي هم دي. دا مزار په سیده زېنب نومي ولسوالۍ کې دی.

اسلامي دولت وسله والې ډلې یې زمه واري منلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د شام د حکومت او اپوزېشن استازي د سویټزرلېنډ په جنېوا کې خبرو اترو ته راغونډ شوي دي.

دې خبرو اترو ته د ملګرو ملتونو ملاتړ هم ترلاسه دی.

XS
SM
MD
LG