د لاسرسي ځای

په شام کې د سولې لپاره خبرې کېږي


د شامد مرکزي اپوزيشن ډله په جنيوا کې ده، چېرته چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د سولې خبرې روانې دي چې هدف يې د شام جګړې ته د پاي ټکې ايښودل دي.

خو مالومه نه ده چې د اپوزيشن ډله به په حقيقت کې هم په دغه روانو خبرو کې برخه واخلي او که څنګه ؟تمعه څرګنديږي چې دغه لوړ رتبه مزاکراتي کميټي به نن د ملګرو ملتونو لخوا د سولې خبرې شورو کونکی منځګړی چارواکی سره ابتدايې ناسته کوي.

دغه لوړ رتبه مزاکراتي کميټي پر دې خبره ټينګار کوي چې د سولې خبرو وړاندې هيڅ قسمه شرايط نه لري.

د دغې کميټۍ وياند پرون سويس ښار ته تر رارسيدو وروسته ويلي دي بايد چې دمشق له حکومتي جيلونو ميرمنې او ماشومان خوشې کړي او محاصره شوو سيمو ته د مرستو رسولو اجازه ورکړي.

د امريکا او روس د بهرنېو چارو وزيران پر دې سلا شوي چې د فرورۍ په مياشت په ميونخ کې کېدونکې نړيوالې غونډه کې به د جنويه د خبرو څيړنه کوي.

XS
SM
MD
LG