د لاسرسي ځای

ترکي ته نژدي ۳۹ کډوال په اوبو کې ډوب شوي


د ترکي رسنۍ وايي د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۹ کډوال د ترکيې سره نژدې په اوبو کې ډوب شوي دي.

ويل کېږي دغو کسانو غوښتل چې د اوبو له لارې خپل ځانونه يونان ته ورسوي.

د راپورونو له مخې له شپيتو ډېر کسان ژغورل شوي، خو ځايي چارواکي وايي کېداي شي د وژل شويو کسانو شمېر لوړ شي.

په وروستيو څو اوونيو کې په زرګونو کډوال د ترکيې له لارې د يونان ټاپوګانو ته تللي.

د کډوالو د نړيوالې ټولنې په وينا په نوي کال کې تراوسه دوه سوه څلور څلويښت کډوال د مډيټېرنين سمندر په اوبو کې ډوب شوي.

XS
SM
MD
LG