د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي د روس سفیر ورغوښتی دی


د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايې وروسته له هغه چي د جنوري پر نهه ويشتمه نیټه یوه روسي الوتکه د دې هیواد فضائي حدودو ته داخله شوه، دې هیواد په اعتراض کي د روس سفیر حاضر کړی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا پرون په خپره شوي خبرپاڼه کي راغلي چي SU-34 جنګي جټ الوتکه په روسي او انګلیسي ژبي د پرله پسې خبرداري سره سره د دې هیواد هوايي حدودو ته داخله شوه .

د تیر کال د نومبر په میاشت کي د ترکیې لخوا د یوې روسي جنګي الوتکي تر ویشتل کېدو وروسته د ماسکو او انقرې ترمنځ اړیکي خرابي شوي.

روس د دغه اقدام په اعتراض کي پر ترکیې اقتصادي بندیزونه ولګول چي له کبله يي په ترکیه کي د صادراتو او ترهګرۍ په برخه کي تاثیرات زیات شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG