د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرفراز بګټی: ډاکټر منان بلوڅ په نښته کې وژل شوی


د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټي وايي، امنيتي سرتېرو ددغې صوبې په مستونګ سیمه کې په پرونۍ وژل شويو وسله والو کې د بلوچ لیبرېشن فرنټ قومندان ډاکټرمنان بلوڅ هم وژلی دی.

د بګټي په خبره د یادې ډلې د مخکيني مشر ډاکټرالله نظر تر وژل کېدو وروسته ډاکټرمنان بلوڅ ددې ډلې مشري کوله.

که څه هم ډاکټرالله نظر په دې وروستيو کې د يوه وډيويي پېغام له لارې هغه حکومتي ادعاوې ناسمې بللې، چې ویلې يې وو، ډاکټر نظر وژل شوی دی.

خو سرفرازبګټی وايي، هغه وډيو يې زړه وه. او اوس هم په دې باوري دی، چې ډاکټرالله نظر وژل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG