د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار د والي فرهنګي سلاکار محمد زبير خاکسار خاورو ته وسپارل شو


په فرهنګي چارو کې د ننګرهار د والي سلاکار او د افغانستان د ملي راډيو ټلویزیون د هنري او ادبي خپرونو چلوونکی محمد زبیر خاکسار د شنبې په شپه د ناپيژاندو وسله والو له خوا ووژل شو. د ارواښاد په جنازه کې پر دولتي چارواکو او فرهګيانو سربيره د هغه په سلګوو تنو مینه والو ګډون کړی و.

په فرهنګي چارو کې د ننګرهار د والي سلاکار او د افغانستان د ملي راډيو ټلویزیون د هنري او ادبي خپرونو چلوونکی محمد زبیر خاکسار د شنبې په شپه د ناپيژاندو وسله والو له خوا ووژل شو. د ارواښاد په جنازه کې پر دولتي چارواکو او فرهګيانو سربيره د هغه په سلګوو تنو مینه والو ګډون کړی و.

د فرهنګي شخصیت خبريال او د ادبي بنډارونو سرلاري محمد زبير خاکسار جنازه د شنبې په ورځ ماسپين دوه بجي په جلال اباد ښار شیرزي لوبغالي کې ادا شوه چې پر دولتي چارواکو او فرهنګيانو سربيره د ارواښاد په سلګونو تنو مينه والو ګډون کړی و.
د ارواښاد د جنازې د ادا کولو پر مهال د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په خپلو خبرو کې وويل، نوموړي ته چې هره وظیفه وسپارل شوه په ايماندارۍ به يې سر ته رسوله.

(( د درد او خفګان ځای دی چې موږ نن يو فرهنګي شخصیت او پر خلکو ميین شخصیت له لاسه ورکړ. د خاکسار شهادت يو لوی درد دی. شخصاً ما ته چې په دې لږ وخت کې ورسره اشنا شوم، څنګه چې يې تخلص دی، هماغسې خاکسار انسان و. هره وظیفه چې ورسپارل شوې وه، په ډیره مینه او په ډیر شوق يې سر ته رسوله. ))

د ننګرهار والي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او د ملي امنيت شورا سلاکار حنیف اتمر د خواخوږي پيغامونه هم ولوستل.
د ننګرهار د ملي راډيو ټلويزین امر انجينر زلمي په خپلو خبرو کې وويل چې دوی یو ريښتينی او حق ويونکي همکار له لاسه ورکړ.

(( موږ یو ډیر او قدرمن ورورد فصاحت او بلاغت لوی انسان، د هرې غونډې او مجلس د وینا سړی، او په هره غونډه کې حقیقت د وینا سړی له لاسه ورکړی دی. ديرش کاله موږ سره په راډيو ټلویزيون کې پاتې شوی دی، دوه ورځې مخکې چې ما سره ناست و، ويې ويلې چې په ننګرهار کې صنعتي نندارتون پرانستل کيږي او زه به د خپل هیواد هر توليد خپل ولس ته معرفي کوم، چې دا افغانستان خدای جوړ کړي او خپل مصنوعاتو نه دوی استفاده وکړي.))


د ننګرهار پوهنتون رييس استاد ببرک مياخيل مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې ارواښاد خاکسار د هر بنډار مالګه وه.

(( هر مجلس کې چې به خاکسار نه و، هغه مجلس به بې مالګې و، دا تيره شپه موږ يو مجلس درلود، او بيا بيا مو هڅه کوله چې خاکسار پيدا کړو، مګر خاکسار پیدا نه شو، خاکسار همداسې پسې لاړو د ادب د یوه مینه وال په توګه يې نه يوازې زه بلکې زموږ فرهنګي ملګري او دوستان يې ډير ودردول، دومره به ووايم چې خدای دې هغه دنیا ورکړي.))

ارواښاد محمد زبیر خاکسار اوږده کلونه د افغانستان د هنر او فرهنګ خدمت ته ملاتړلې وه. د افغانستان د ملي راډيو ټلویزيون د هنري پروګرامونو په توليد کې يې فعاله ونډه اخیستې وه او د يوه ژمنفرهنګي شخصیت په توګه يې په ډیرو لويو غونډو کې د ویاندوۍ لپاره د سولې او امن پیغامونه ورکول.

اوراښاد ښاد محمد زبير خاکسار د جنورۍ په ۲۹ نيټه په سرخرود ولسوالۍ کې له يوې میلمستيا نه کور ته په لاره وه چې د خرکارانو په کلي کې ناپيژاندو وسله والو په ډزو وواژه او د د جنورۍ په دیرشمه نيټه يې خاکي جسد په جلال اباد ښار مقام خان هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

XS
SM
MD
LG