د لاسرسي ځای

د افغانستان د ننګرهار ولایت د والي فرهنګي سلاکار او د ملي راډيو ټلويزیون همکار محمد زبير خاکسار ووژل شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږګياڼي د شنبې په سهار مشال راډيو ته وويل: محمد زبير خاکسار تير ماخوستن په سرخرود ولسوالۍ کې له میلمستيا وروسته جلال اباد ښار ته په لاره و چې شاوخوا اته نیمې بجې ناپيژاندو وسله والو د خرکارانو کلي ته څیرمه په خپل موټر کې څلور ډزه ویشتلی دی.

محمد زبير خاکسار د تيرو اوږدو کلونو راهيسې په لويو فرهنګي غونډو او ملي مناسبتونو کې ویانديهم کوله چې په دغه برخه کې يې د خلکو پام وراړولی و.

د پيښې پړه تر دې دمه چا نه ده منلې

XS
SM
MD
LG