د لاسرسي ځای

“د سالنګونو لویه لار به ډېر ژر د ترافیکو پر مخ خلاصه شي”


په افغانستان د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وايي چې واوره او توپان د کمېدو په حال کې دي او که چېرې وضعیت همداسې دوام وکړي، د سالنګ لویه لار به پرانیستل شي.

د دې ادارې مشر جنرال رجب د جمعې ورځ مشال راډیو ته وویل چې ټول موټر له لويې لارې ایستل شوي او خلکو ته د مصئونیت لپاره دا لویه لار له دواړو خواوو بنده کړې ده:

"وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی زموږ اته ټیمونه، د سالنګ په دواړو خواوو کې په کار لګیادي او جاده پاکوي."

رجب زیاته کړه چې موټر او مساپر د جبل السراج او خنجان سیمو ته لېږدول شوي څو لار پاکه شي او د لارې د پرانیستل کېدو اعلان ته دي منتظر وي.

د جنرال رجب په وینا، د سالنګ پر لویه لاره یوازې د پنجشنبې پر ماښام د یوه موټر د چپه کېدو له امله درې تنه زخمیان شوي او نور هېڅ ډول تاوان چا ته نه دی رسېدلي.

XS
SM
MD
LG