د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشال مجله، دویمه ګڼه


رباب
رباب

د مشال راډیويي مجلې په دوهمه ګڼه کې د اونۍ کلتوری خبرونه اورئ. له نورو خبرونو سربېره پکې دا خبر هم شامل دی چې په کوټه کې د باچاخان په یاد غونډه وشوه چې ورکې د بلوچستان پښتنو ادیبانو د عدم تشدد د بنسټ ایښودونکي د ژوند او کار په اړه معلومات وړاندې کړل.

پښتانه د عدم تشدد د فلسفې پلویان او لارویان دي، خو جنګ ترې تل شپول تاو کړی دی. دوی په جنګ کې نه بلکه جنګ په دوی کې دلچسپي ساتلې ده. نو په داسې کې د پښتنو تخلیق شوی معاصر ادب له جنګه څومره اغېزمن شوی دی؟ په کوټه کې د مشال راډیو خبریال نیاز موساخېل په دې موضوع راپور جوړ کړی چې ددې اونۍ مشال مجله کې یې اورئ.

انځورګر او مدني فعال ارباب حمدالله
انځورګر او مدني فعال ارباب حمدالله

جنګ د شاعرۍ او منثور ادب ترڅنګ په ښکلو هنرونو هم خپل اغېز شیندلی دی، خو حمدالله ارباب هغه پښتون انځورګر دی چې د خپلو انځورونو له لارې د مینې د خورولو او د سولې د راوستلو لپاره کار کوي. په جلال اباد کې د مشال راډیو خبریال بازمحمدعابد له ښاغلي ارباب سره مرکه کړې چې د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې یې اوریدلی شئ.

عمران سواتی او ګلپاڼه
عمران سواتی او ګلپاڼه

​سندرغاړی عمران سواتی د جنګ په چاپېرچل کې لوی شوی او د یو هماتور هنرمند په حیث یې د سولې لپاره سندرې ویلي دي. له نوموړي سره د مجلې په دویمه ګڼه کې مرکه لرو چې ورکې دی وايي، له ښځینه هنرمندانو سره یې سندرې مشهورې شوي، خو دی له دې کاره راضي نه دی.

د خپرونې په وروستۍ برخه کې د سپین سهار نه اورئ چې دانش کتابخانې په دې وروستیو کې کوم کتابونه چاپ کړي او په جلال اباد کې مو بیا د مازیګر کتاب پلورنځي له مشر عزت الله ځواب نه هم پوښتلي چې دوی په دې وروستیو کې څه چاپ کړي دي؟

همدارنګه په روانه خپرونه کې د هند د پخواني لومړي وزیر اټل بهاري واجپايي د یو نظم ژباړه هم اوریدلی شئ.

مشال راډیويي مجله
مشال راډیويي مجله

XS
SM
MD
LG