د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: له سنجاوۍ شپږ کسان تښتول شوي


د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه سنځاوۍ کېتېره شپه وسله والو شپږ کسان تښتوولي.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال رېډیو ته ويلي دي له سنځاوۍ او بوري سره پر پوله پرته له کنوبي سیمې نامالومه وسله والو له یوه کوره شپږ کسان تښتولي دي چې وروسته څلور کسان پهکلاسیف الله سیمه کېد تښتوونکو له منګولو تښتېدلي دي خو دوه نور وسله والو له ځان سره بیولي دي.

په تښتول شویو کسانو کې د یو تن ورور سردار ثنا الله مشال رېډیو ته وویل، چې په سیمه کې د ملېشه ځواک چارواکي وايي د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یې د لټون عملیات شورو کړي دي. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG