د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني ولسمشر له یو شمېر فرانسویو شرکتونو سره موافقې لاسلیک کړې


ایراني ولسمشر حسن روحاني د فرانسې له اېیربس شرکته د ۲۵ اربه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۱۱۸ ملکي الوتکو اخیستو سودا لاسلیک کړې ده.

د الوتکو اخیستو دا موافقه تېره ورځ په هغه غونډه کې اعلان شوه چې پکې روحاني او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند موجود ول.

په عین وخت کې، د فرانسې موټرو شرکت پوژا – سيتروېن هم له ایرانۍ موټر جووړونکې کمپنۍ (خودرو) سره د ګاډو جوړولو یوې ګډې پروژې اعلان وکړ چې په ۲۰۱۷ز کال کې به پیلېږي او هر کال به دوه لکه موټر جوړوي.

تر دې مخکې روحاني په پاریس کې د فرانسې کاروباریانو ته وویل چې ایران د ختیځ او غرب تر منځ د بیا پیل شوې سوداګرۍ لپاره ((مناسب ځای)) دی.

روحاني ټینګار وکړ چې اوس چې د ایران اټومي پروګرام پر سر له هغه هېواده بندیزونه لرې کېدل پیل شوي دي، نو سوداګرۍ ته د پیسو برابرولو لپاره دې هڅې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG