د لاسرسي ځای

پراګ - د پاکستان لپاره د افغانستان نوی ټاکل شوی سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال وايي،د استدلال ډېپلوماسۍ له لارې به اسلام اباد قانع کوي چې د افغانستان سوله او ثبات یې په ګټه دي.

له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې زاخېلوال په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون د وروستي برید په اړه وویل، هر افغان که هر ډول دریځ ولري، د باچا خان په نوم پر جوړ شوي ځاي د برید کولو فکر هم نشي کولای.

زاخېلوال وايي، یوازې د سفیر په توګه اسلام اباد ته نه ځي بلکې له پوره صلاحیت سره ورځي او هیله من دی چې هڅې به یې نتیجې ورکړي.

ډاکتر زاخېلوال وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بهیر پر پاکستان له فشار راوستو سره پر مخ نه شي تللاي، بلکې اسلام اباد ته باید قناعت ورکړل شي چې د دې بهیر ملاتړ وکړ.

زاخېلوال وویل چې په اسلام اباد کې د سفیر په توګه د کار ((یو عمده هدف ))یې، پاکستاني لوري ته د دې څرګندول دي چې د کابل له لوري هېڅ کله پاکستان ته ګواښ نه دی پېښ شوی او په ((افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه)) ده.

ټاکل شوې چې له طالبانو سره د حکومت د رسمي مذاکرو د بیا پیل په اړه، درېیمه څلور اړخیزه غونډه د فبرورۍ پر شپږمه په اسلام اباد کې وشي.

عمر زاخېلوال وویل، پاکستان باید د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د افغانستان د سولې دبهیر ملاتړ وکړي.

((افغانستان به دا قناعت ورکوي چې یو ارام افغانستان ، سوله ییز افغانستان او مستقل افغانستان د [پاکستان] په ګټه دی، په تاوان یې نه دی. د افغانستان ارامي ، د پاکستان د ارامۍ او اطمینان ثبب کیدلای شي. د دوي ملي ګټې د افغانستان په سوله کې خوندي دي. نو زما زیات تمرکز به په دې وي او هغوي ته د خپلو ګټو په خاطر قناعت ورکول په کار دي چې د افغانستان د سولې او دسولې د بهیر ملاتړ وکړي.))

په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون تر وسله والې حملې وروسته ، پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې حمله د افغانستان له خاورې پلان شوې وه.

خو زاخېلوال وايي، پاکستانیان پر دې پوه دي چې ((افغان حکومت نه توان لري او نه یې په دې کې ګټه ده)) چې له خاورې یې د پاکستان ضد ترهګرې حملې حمایه شي.

((بیا پر داسې پوهنتون چې هغه د باچا خان په څېر د یوه شخصیت تر نوم لاندې دی چې افغانان ورته د پاکستانیانو پرتله په سلګونه ځلې زیات درناوی لري. دا حمله د هېڅ افغان لپاره، که په هر موقف کې وي او هر هدف ولري ، د درک وړ نه ده.))

د پاکستان لپاره د افغانستان نوي ټاکل شوي سفیر زیاته کړه چې په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو له پيل سره سم ، ګڼ شمېر پاکستاني طالبان افغانستان ته اوښتي چې د دواړو هېوادونو امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی دی.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG