د لاسرسي ځای

تازه خبر

؛د جنت لار پر پښتونخوا نه ده؛


اوس باید د پښتنو ټول سیاسي مشران د ذاتي ګټو پر ځای د قامي ګټو لپاره وجنګیږي او ټول قام یو موټی کړي ځکه چې د جنت لار په پښتونخوا نه تېرېږي.

اسدالله مایار

د چارسدې پر باچا خان پوهنتون برید که یو خوا د پښتون قام د روښانه سباوون امیدونه شهیدان کړل نو بلخوا یې پښتانه زلمي پر دې فکر مجبوره کړل، چې دا څوک دي چې د پښتنو له راتلونکې سره لوبې کوي.

دغه برید هغه پښتانه هم راویښ کړل چې په ښوونځيواو کالجونو کې د خپل قام له تاریخ، کلتور او له خپلو اتلانوناخبره ساتل شوي دي او پښتانه اتلان ورته [غداران] ښودل کېږي.

زما په فکر که یو خوا د باچا پوهنتون پر برید پښتانه ودړدیدل نو بل خوا دغه برید د قامي تشخص او پېژندګلوۍ په ګټه هم شو. او هغه داسې چې په پاکستان کې د اسټیبلیشمېنټ تر کنټرول لاندې مېډیا چیرې هم ریښتیا نشي بیانولی، دغه یوازې د پنجاب د ګټو لپاره کار کوي. خو د دغه برید له وجې پښتانه او بیا باچا خان یو ځل بیا په نړۍ کې څرګنده شول. او د نړۍ ټولو رسنیو نه یوازې د دغه برید په پس منظر خبرې وکړې بلکې ورسره یې د باچا خان عدم تشدد پر فلسفه یې لیکل وکړل.

ته به د زړه په وطن لوبې کوې

او هنګامه او انقلاب به نه وي!!

پاکستان باید پر هند او افغانستان د تورونو لګولو پر ځای [خپل ګرېوان] ته وګوري، دا پوښتنه ډیره مهمه ده، چې هند به ولې په پښتونخوا کې بریدونه کوي پر دې چې هند ته خو لاهور زیات نږدې دی او افغانستان چې د پښتنو [اصلي وطن] دی ولې به په خپلو وروڼو بریدونه تر سره کوي. او بغیر د څه پلټنو دومره زر پر یو ګاونډي هېواد تور لګول پخپله پوښتنې پیدا کوي.

پاکستان خپله داسې خلک حتا سیاستوال لري چې دغو ترهګرو او طالبانو ته خپل [وروڼه، بچي او شاګردان] وایي. پښتون قام له تېرو څه باندې۴۰ کالو راهیسې د داسې بریدونو لاندې دی، او په لر او بر پښتون افغان وطن کې په زرګونو پښتنو خپل ژوند وبایلو. له کابله تر پېښوره، له کندهاره تر کوټې او سواته په حجرو، جوماتونو، ښوونځيو، پوهنتونونو او ان په جنازو کې چاودنې وشوې. خو بلخوا د ملک په نورو برخو کې ژوند روان دی، رڼاګانې او خوشالۍ دي، او یو بل پاکستان دی چې له کوټې، پېښور او وزیرستانه بدل عکس لري. دا داسې ده لکه چې ټوله پرمختیا او ګټه د پنجاب او ټول تاوان د پښتونخوا .

په ژوند مې هغسې لښکرې کوي

مغل ته هاغسې خېبر ښکارم

د باچا خان پوهنتون برید د پښتنو پر قامي مبارزه، تعلیم او کلتور او تاریخ برید دی، ځینې خلک دا هم وایي چې د دغه برید مقصد د پاکستان او چین تر منځ له اقتصادي لارې د پښتنو پام ځان ته اړول دي. ځکه چې حکومت غواړي د دغه منصوبې ټوله ګټه دې یوازې پنجاب ته ورسي.

د باچا خان پر پوهنتون برید د لر او بر افغان وطن ځوانان هم یو ځای کړل. په ټولنیزو رسنیو یي له یو بل سره د کابل او چارسدې غم شریک کړ، او له یوه بله یې د حال تپوس وکړ.

اوس باید د پښتنو ټول سیاسي مشران د ذاتي ګټو پر ځای د قامي ګټو لپاره وجنګیږي او ټول قام یو موټی کړي ځکه چې د جنت لار په پښتونخوا نه تېرېږي.

کاروان به د ژوندون شي د مقصد په لور روان

په مینه او خلوص چې قدمونه کړو شریک

لیکنه: اسدالله مایار، قانونپوهه او سیاسي فعال

یادګېرنه: دا لیکنه د هغه خپل نظر دی او د مشال راډیو فکر یا نظر ښکارندويي نه کوي.

XS
SM
MD
LG