د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا بیا فاټا ته مرستې ورکړې خو ولس وايي "پر دوی نه لګېږي"


د امريکا د سفارت خبرپاڼه وايي چې د کال دوه زره دیارلسم نه تر دې دمه تر دې پروګرام لاندې يې پاکستان ته په مجموعي ډول د ۷۵ میلیونه ډالرو مرستې ورکړیدي.

امریکا د پاکستان حکومت ته د قبايلي سیمو بې کوره شويو خلکو او زلزله ځپلیو لپاره دوه کروړه ډالرورکړي دي خو بل پلو د قبایلي سیمو بې کوره شوي خلک وايي چې که څه هم د دوی په نامه له بهرنیو ملکونو امدادونه او مرستې راځي خو ډېره کمه برخه يې دوی ته رسي، نو ځکه خو یې ستونزې نه هوارېږي.

په اسلام آباد کې د امريکا د سفارت نه د شورو په ماښام جاري شوي يو بيان کې ويل شوي دي چې دا امدادد ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام له لارې ورکړې شوې دی چې تر مخه به يي (دولس لکه) بې کوره شوو، ۷۵ زره زلزله ځپلو او او څه باندې يو نيم لاک هغه خلکو ته خوراکي توکي ورکول کېږي چې د خوراک د کمي سره مخ دي.

کله چې مشال راډیو د دې مرستې په اړه د شمالي وزیرستان د بې کوره شوو خلکو د قامي کمیټئ مشر نثارعلي نه وپوښتل نو هغه وویل چې له دې وړاندې هم د امریکا په ګډون نورو هیوادونو پاکستان حکومت ته د قبایلو لپاره فنډونه ورکړیدي خو دوي ته نه دي ورکړل شوي.

نوموړي زیاته کړه ((( مشکلات خو له اوله ورځې د شمالي وزیرستان بې کوره شویو خلکو ته ورپیښ دي خو اوس خلک غواړي چې ژر تر ژره يي واپسي وشي نو له دې سره به زموږ مشکلات خپله حل شي.

بل دلته حکومت اتیا کلو وړه د یو کور په سر ورکوي او دغه رنګ څه چیني او نور ځینې شیان هم ورکوي خو هغه پوره نه دي او اکثره بیا موږ له بهره خوراکي توکي اخلو زما کوړمه په نهه کسانو مشتمله ده نو تاسو ووايي چې دا راشن به څنګه پوره شي )))

کله چې مشال راډیو په دې حقله په بنو کې د یو بې کوره شوي تن دلګیر داوړ نه وپوښتل نو د هغه وینا وه چې دوي ته راشن په صحي توګه نه ورکړل کیږي او دوي په اوږدو اوږدو قطارونو کې ولاړ وي او اکثره وخت ورسره پولیس وښل ټکول هم کوي:

((( راشن ته خلک په لويي لويي قطارونو کې له شپې راهسې ولاړ وي او که شپه ورته سبا نه کړې نو راشن درته نه ملاویږي نو ډیر زیات تکلیف دی او یوې کورنئ نه چې یو د راشن چټ ورکړل شي نو هغوي یو وار واخلي نو که په نیمائ کې ختم شي تو بیا ورته نه ورکوي او زما په رنګ سړې راشن نه شي اخستې چې هغه په ګنهټو ګهنټو په قطارونو کې ولاړ وي نو موږ ته خو په راشن کې ډیرې مسلې دي نور پکار ده چې موږ خپل وطن ته ستانه کړي)))

مشال راډیو چې دا مسله د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلئ غړي محمدنذیر په وړاندې کیښوه نو هغه وویل دوي وړاندې هم په دې اړه له حکومت سره خبرې کړيدي او اوس به یي هم کوي.

د ده وینا وه ((( کله چې اپریشن شورو شو نو په اوله کې ما د بنو دوره وکړه او د شمالي وزیرستان خلکو ته مې وویل چې چاته هم څه مسلې وي په هر راشن پوائنټ کې کسان ناست وي او هغوي به درله دا مسلې هواره وي نو موږ به کوشش کوو چې بې کوره شوو خلکو ته خپل حق په سم ډول ورسي )))

د امريکا د سفارت خبرپاڼه وايي چې د کال دوه زره دیارلسم نه تر دې دمه د دې پروګرام ترلاندې يي پاکستان ته په مجموعي ډول د ۷۵ ملینه ډالرو مرستې ورکړیدي.

XS
SM
MD
LG