د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پاکستان کې د وسله والو پټنځایونه افغان ځواکونو ته ننګونه ده”


د امریکا سېنېټ پوځي خدماتو کمېټۍ مشر جان مېکېن وايي، تر هغو چې وسله والې ډلې په پاکستان کې پټنځایونه لري، افغان ځواکونه به له ننګونو سره مخامخ وي.

نوموړي د چارشنبې پر ورځ امریکا غږ راډیو ته په مرکه کې اندېښنه وښوده چې د اسلامي دولت ډله له منځني ختیځه افغانستان او نورو هېوادونو ته غزویدل غواړي.

ده وویل، داعش یو سیمه ییز ګواښ دی چې د پاریس او امریکا سان برنارډینو په ګډون په ګڼو ځایونو کې د بریدونو کولو وړتیا لري.

مېکېن زیاته کړه، راتلونکی امریکايي ولسمشر که د رېپبلېکن ګوند وي او که د ډېموکراټ، هغه به په افغانستان کې د زیاتو سرتېرو ساتلو ته اړ شي ځکه چې په هغه هېواد کې لا هم د افغان سرتېرو روزنې ته اړتیا ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG