د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امنیتي اندېښنو له کبله د اسلام اباد ټول شخصي سکولونه وتړل شول


د ملتان بهاوالدین زکریا پوهنتون هم د امنیت په خاطر د دوو ورځو لپاره تړل شوې ده او زده کونکي یې له هاسټلونو ويستل شوي دي.

د شخصي سکولونو اتحادیې چارواکي وايي، د ځينو سکولونو د ناسمو امنیتي انتظاماتو له وجې د اسلام اباد ټول سکولونه تړل شوي دي.

د پنجاب صوبې د نورو برخو تر څنګ د پاکستان پوځ تر انتظام لاندې چلېدونکې تعلیمي ادارې هم بندې کړل شوي دي. بلخوا حکومت وايي، تعلیمي ادارې يې د یخ موسم له وجې بندې کړي دي.

په پېښور کې د یو شخصي سکول استاد شېرعالم شینواري مشال راډیو ته وویل چې د سکولونو بندول د ستونزې مستقل حل نه دی. د ده په وینا دا حالات د ماشومانو تر څنګ په میندو پلرونو هم بد اغېز کوي.

"د ماشومانو مېندې پلرونه چې کله خپل بچي سکولونو ته رخصتوي نو هغوی په ویره کې دي او دا فکر ورسره وي چې راستانه به شي او که نه او څه واقعه به کېږي. زه چې په کوم سکول کې زده کړې ورکوم نو هغه ته مخا مخ د یو ماشوم کور دی نو چې په کومه ورځ د پېښور په سکولونو کې افواه وه نو هغه سمدستي راغلو او خپل زوی یې بوتلو ځکه چې د هغې یو ماشوم په ارمي پبلک سکول پیښه کې وژل شو نو هغې سره ویره وي. زموږ سکول کې په دغه ورځ څه ویره نه وه خو بیا هم د میندو او پلرونو د ویرې له وجې سکول یو ورځ له بند کړل شوې دي"

د خېبر پښتونخوا د پرایویټ سکولونو اتحادیې مشر یاور نصیر وایي، چې د سکولونو د امنیت لپاره یې هر اقدام اوچت کړی دی خو د حکومت لخوا د سکولونو بندولو سلسله داسې ښکاري چې حکومت د وسله والو مقصد پوره کوي.

"د وسله والو چې کوم مقصد دی، هغه دا چې ټولې تعلیمي ادارې بندې کړې نو هغه حکومت پوره کوي. زه نه پوهیزم چې حکومت ته دا لار چا ښودلې ده چې تعلیمي ادارې بندې کړې. پکار خو دا ده چې حکومت خپل استخباراتي نظام ښه کړې او پولیس دې ښه کړي. زما پخیال په دې ډیر سنجیده سوچ پکار دی"

د خیبر پښتونخوا حکومت د تعلیمي ادارو امنیت لپاره څه کوي ؟ کله چې مشال راډیو د صوبایې وزیر شاه فرمان سره نه وپوښتل د هغه وینا وه چې صوبایې حکومت تر خپل وسه کوشش کوي چې د سکولونو حفاظت يقيني کړي.

"موږ یو قانون سازي کړې وه د هغې ترلاندې صوبایې حکومت د سرکاري سکولونو لپاره خپل حفاظتي انتظام کړې وو او داسي یو نظام مو ورله جوړ کړې وو چې د هغې سمدستي پولیسو سره رابطه کیږي. بل شخصي سکولونه چې هغه د منافعې ادارې دې موږ د قانون ترلاندې ذمه واره ګرځولې دي چې تاسو د تعلیمي ادارو حفاظت لپاره حفاظتي ګامونه اوچت کړي"

واضحه دې وي چې د پېښور په ارمي پبلک سکول او بیا روان کال د چارسدې په باچا خان پوهنتون برید د تعلیمي ادارو امنیت په اړه عام اولس او په خاص توګه د ماشومانو میندې او پلارونه د خپلو بچو د حفاظت په اړه اندیښمن کړي دي او د له حکومته د سکولونو د بندولو په ځاي د مناسب امنيتي ګامونو پورته کولو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG