د لاسرسي ځای

د سویډن کورنیو چارو وزیر وايي، کېدای شي هېواد یې په راتلونکو کلونو کې له ۶۰ تر ۸۰ زره پورې هغه کډوال وباسي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

له یوې سویډنۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې د کورنیو چارو وزیر اندرس یګمان وویل، دا مهال دوی د شاوخوا ۴۵ فیصده کډوالو د پناه غوښتنلیکونه ردوي. سویډن ته په ورغلیو کډوالو کې زیاتره د شام او عراق دي. په دوی کې ځېنې افغانان او پاکستانیان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG