د لاسرسي ځای

باړه: کوکیخېل کریکېټ ټیم د ارمي لوپدله ماته کړه


نن د خېبر اجنسۍ په باړه ایف سي لوبو میدان کې د امن کریکېټ سیالې سر ته ورسیدلې،چې پایلوبه یې کوکيخېل کریکېټ ټیم وګټله او آرمي کریکېټ ټیم ته یې ماتې ورکړه. د پاکستان شل اووریزه ټیم کپتان شاهېد خان اپرېدي همم ورغلی وو. هغه په خپله وینا کې یې، وویل چې ډير خوشاله دی چې په باړه کې امن قایم شو او خلک خپلو کورونو ته ستانه شول. نوموړی په باړه کې د یو روغتون او د کریکېټ یو سټېډیم جوړولو اعلانونه هم وکړل. له باړې د مشال راډيو خبریال فرهاد شینواري ویډيو

XS
SM
MD
LG