د لاسرسي ځای

پر ((بریالي ضرب عضب)) سربېره څنګه باچا خان پوهنتون په نښه شو؟


چارسده: باچاخان

چارسده: باچاخان

په پاکستان کې حکومت او پوځ سختدریځۍ ته له یوې عدسې یا نظره ګوري او د ټولنې تنزل او وېش موضوع له پامه غورځوي چې له کبله یې سختدریځي پیاوړي کېږي

تېره اوونۍ پر باچا خان پوهنتون وسله والو برید وکړ چې پکې ۲۱ کسان ووژل شول او ۱۹ ژوبل شول. د دې حملې پړه له تحریک طالبان پاکستانه جلا شوې یوې وسله والې ډلې ومنله.

دا حمله د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر مشر جنرال عاصم باجوه تر هغې خبري غونډې څو ورځې وروسته وشوه چې پکې هغه دعوه کړې وه چې د عملیاتو پر مهال یې د وسله والو ((ملا ماته کړې ده)) او د هغوی پر ضد یې ((بریا تر لاسه کړې.))

د ډېسېمبر پر ۱۲مه نېټه جنرال باجوه رسنیو ته وویل د پېښور پر سکول تر حملې وروسته چې د سختدریځۍ او ترهګرۍ پر ضد د نېشنل اېکشن پلان په نوم کړنلار جوړه شوه نو پوځ د وسله والو پر ضد بریالي عملیات وکړل او ((د ضرب عضب په نوم د عملیاتو په اوږدو کې یې ۳۴۰۰ وسله وال وژلي دي.))

خو د ډېسېمبر پر ۲۹مه نېټه وسله والو په مردان کې د شناختي کارډ پر دفتر ځانمرګی برید وکړ او بیا وروسته د جنورۍ پر ۲۰مه یې پر باچا خان پوهنتون برید وکړ.

پوښتنه دا ده چې د نېشنل اېکشن پلان او پوځي عملیاتو باوجود، ولې یوه وړه او کمه پېژندل شوې وسله واله ډله پر پوهنتون په برید کولو کې کامیابه شوه؟

د پاکستان قامي اسمبلۍ د دفاعي چارو کمېټۍ مشر او د واکمن مسلم لیګ (ن) سیاستوال شېخ روحېل اصغر مشال راډيو ته وویل وړې وسله والې ډلې هومره خطرناکې یا تاواني نه دي. دی وايي اصلي مسله دا ده چې په پاکستان کې سختدریځي د یوې لویې ونې په څېر ده چې نیلې یې تر لیرې لیرې تللې دي:

(([غلطي زموږ ده] چې تر کلونو، کلونو مو [سختدریځۍ ته] د ودې اجازه ورکړه او د دې د مخنیوي هېڅ هڅه مو ونکړه. [له وخت تېرېدو سره] دا یوه لویه ونه شوه چې جرړې یې دومره لیرې خپرې شوې دي چې که یې د غوڅولو یا پرېکولو هڅه کوو نو دا به مو لاسونه او ټول بدن ټوټې ټوټې کړي. نو زما په اند، دا ته چې د وړو، وړو ډلو خبره کوې دا ښايي دومره خطرناکې یا تاواني نه وي لکه [په ټولنه کې] دننه د سختدریځۍ جرړې او ریښې چې دي.))

د کراچۍ پوهنتون نړیوالو اړیکو څانګې پخوانۍ مشره ډاکتره خالده غوث وايي، دا رجحان په ټوله نړۍ کې دی چې پر لویو وسله والو ډلو توجه زیاته وي او وړې ډلې یې له پامه غورځولې وي:

(([وړې ډلې] صلاحیت لري او [له موقعو] به ګټه هم پورته کوي ځکه چې [په پاکستان] او نړۍ کې ټوله توجه پر لویو ډلو وي لکه تحریک طالبان پاکستان یا اسلامي دولت ډله. خو دا خبره باید له پامه و نه غورځول شي چې وسله والې شبکې ډېرې برخې او وړې، وړې ډلې لري او دا وړې ډلې د پیاوړي کېدو په حال کې دي.))

د قامي اسمبلۍ دفاعي چارو قایمه کمېټۍ مشر شېخ روحېل اصغر د پاکستان پوځ ستايي چې د یو کال پر مهال یې د وسله والو ډلو پر ضد بریالۍ مبارزه وکړه خو وايي، په پاکستان کې سیاسي ګوندونه او ډلې اوس هم د سختدریځۍ په اړه وېشل شوې دي او اختلاف لري.

اصغر په دې لړ کې امریکا او ګاونډیو هېوادونو ته په اشاره وايي، چې نړیوال له پاکستان سره سمه مرسته نه کوي:

((د خپګان خبره دا ده چې بهرنۍ نړۍ هم مو سمه مرسته نه کوي. لکه موږ نړۍ ته وایو چې له موږ سره دې استخباراتي معلومات شریک کړي چې موږ وسله وال ختم کړو، پر ضد یې اقدام وکړو. خو هغوی داسې نه کوي. اخره نتیجه یې دا وي چې تاوان یې پاکستان ته رسي.))

خو ډاکتره خالده غوث دا ګڼي چې سختدریځي او وسله والې تر ډېره بریده د پاکستان خپله مسله ده نو ځکه نړیوال ذمه واره نشي ګرځول کېدای.

نوموړې وايي، یوه لویه ستونزه دا ده چې په پاکستان کې حکومت او پوځ سختدریځۍ ته له یوې عدسې یا نظره ګوري او د ټولنې تنزل او وېش موضوع له پامه غورځوي چې له کبله یې سختدریځي پیاوړي کېږي:

((په پاکستان کې د ټولنې وېش او معاشرتي تنزل همېشنی حالت دی چې ورته حکومت او امنیتي ادارې توجه نه ورکوي. دوی چې کله د سختدریځۍ خبره کوي نو له یوې زاویې او نظره ورته ګوري خو د ټولنې وېش او مات مات حالت ته هېڅ پاملرنه نه کوي. که پر نېشنل اېکشن پلان د حکومت او ټولنې یو کېدو موضوع ته وګورو نو دا د وېرې له کبله یو اتحاد وو. دا چې کله هم یوه لویه حمله وشي نو ټول پاکستان سره یو شي او وايي موږ یو ولس، یو قام یو خو وروسته بیا سره ووېشل شي او ولس خپل پخواني حالت ته ورستون شي.))

‌ډاکتره خالده غوث وايي، حکومتونه هم له ټولنې زېږېدلي وي نو هم هغه خصوصیات پکې وي لکه په ټولنه کې. د دې په خبره، په پاکستان کې ((ولس یوازې د غم او وېرې په حالتونو کې یو موټی کېږي)) او همدا رجحان په حکومتونو کې هم لیدل کېږي. د نوموړې په خبره، همدا لامل دی جامع کړنلار موجوده وي، خو عملي کېږي نه او وړې او لویې وسله والې ډلې له دې حالته ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG