د لاسرسي ځای

میرانشاه بازار چې نزدي څورلس سوه دکانونه وو، نن د یو میدان یا لوبغالي په شان ښکاره کېږي.

د جنوری پر ۲۰ مه نېټه د شمالي وزیرستان پوليټیکل انتظاميي د ضرب عضب عملیاتو وروسته په اول ځل شمالي وزیرستان کې د مشرانو جرګه جوړ کړه، چې مشران خپله سیمه وګوري او دغلته د دوامداره امن په رامنځ ته کې له دولت سره ملاتړ او سلا مشورې شریکې کړي. د دغه جرګې پوښښ لپاره له دوو نورو خبریالانو سره ماته هم اجازت راکړل شو او ۱۹ میاشتې پس وزیرستان ته ولاړم.

که څه هم د پوليټیکل انتظاميې له اجازته پس مې وزیرستان ته سفر پیل کړ، له بنو تر میرانشاه پورې ۶۲ کلومیټره فاصله کې تر یو درځن امنیتي پوستو تېر شوم، او په هره پوسته باندې د جرګي مشرانو او خبریالانو نومونه په لیسټ لیکل شوي ول، خو بیا هم په هره پوسته تلاشي، د یو شمېر سوالونو ځوابونه او وړاندې پوستې سره تماس نیول ضروري وو.

تر کجورۍ پوستي تېرېدو وروسته د شمالي وزیرستان آبادي یو عجیبه انځور وړاندې کولو، لکه چې د ژوند آثار هم موجود نه وي، ځکه چې تر لیرې لیرې پورې آبادي او کورونه ولاړ ول، خو د انساني ژوند پکې هېڅ څرک نه ترسترګو کېدلو. داسې فکر مې کاوه لکه سلګونه کاله وړاندې چېرته پر یوه لرغوني کنډکپرو ودانیو ورتېرېږم.

میرعلي ته د ننوتو مهال ځینو سیمو ته خلک خپلو کلیو ته ستانه شوي ول، خو لهسړک سره جوخت ډېری کورونه ړنګ پراته ول، او دغلته له سړکه لږ لیرې کورونه که چرته آباد شوي هم ول نو دیوالونو ته يې د خپل وس مطابق پړدې لګولې وې، چې تش ګزران پکې وکړي.

له میرعلي بازاره د مشکی مونګ پر څنګلاره (بای پاس سړک) وړاندې ولاړو، ځکه چې د بازار پر نېغ سړک پاکستانیو سرتېرو پهره ورکوله او د تلو اجازه نه وه.

پر څنګلاره له یوه دنګ ځاییه مو چې وکتل نو د میرعلي بازار مارکېټونه او دکانونه ټوله کنډکپر او ویجاړ پراته ول، داسې ایسېدل لکه په یوه هوار ډګر کې له کلونو پس یو سړی د یوې پخوانۍ آبادۍ پاته شويو آثارو ته ګوري.

له میرعلي بازاره پس ایدک سیمه کې بیا لږ و ډېر ژوند په نظر راغلی، ځکه چې دغه قبیله ستانه کړل شوې وه. او د سړک پر غاړه ځوانان او سپینږیري ناست ول، ماشومان او نجونې لاندې په لګاډه کې له خاشاک ټولوولو پس کورونو ته راوان ول. ماشومانو راته له لیرې ستړې مه شې کوله د سیمې پخوانيو وختونو مینه مې پرې ماتېدله.

خو له ایدک سیمې، مشکی او تر میرانشاه پورې بې ژونده کلي ترسترګو کېدل. که څه هم ډېر لږ کورونه ځای پر ځای ړنګ شوي، ځینې دوه یا درې چټه کوټې چې وزیرستانیانې یې موڼۍ بولې، د توپ په ګولو ویشتل شوې ښکارېدې. نور د عامو خلکو کورونه روغ ولاړ ول. خو د خټو جوړ دغه کورونه ویجاړ ښکارېدل. پته نه لګېږي چې کله به هم دغه کورونه بیرته په خلکو اباد شي، یا بارانونه او سیلۍ به یې په لا نور په کنډوالو واړوي.

د میرانشاه تحصیل له چشمه پل سره نزدې له خلکو د پاته شويو څارويو او غواګانو رمې او ګورمې په پټو کې ولاړې په نظر راغلې، چې یو ځل بیا يې دغلته د ژوند لږ څه نښې وړاندې کولې. داسې معلومېده لکه د مختلفو ځایونو څاروي چې سره یو ځای شوي وي، او په یوه ځنګله کې لوی شوي وي. ځکه چې د دغه څارویو خپل څښتن او کورونه معلوم نه ول، او د ِغرونو له بلاګانو د ځان ژغورلو لپاره یو ځای شوي وي، او د خپلو څښتنانو خپلو سیمو ته د ورتلو انتظار يې کاوه.

میرانشاه ته په رسېدو سره یو ځل بیا مو له میرانشاه بازاره لیرې په یوې نوې څنګلارې وګرځول شوو او نیغ ټوچې سکاوټ کلا ته بوتلل شوو چې پکې د مشرانو، پولیټیکل او پوځي چارواکو جرګه کیدونکې وه. خو دلته له لیرې لیرې د میرانشاه بازار هغه دنګدنګ مارکېټونه او هوټلونه یو هم نه ښکارېدل، بلکې ټول له ځمکې سره سم هوار کړل شوي ول.

میرانشاه بازار چې نزدي څورلس سوه دکانونه وو، نن د یو میدان یا لوبغالي په شان ښکاره کېږي.

له میرعلي تر میرانشاه پورې د هرې سیمې لپاره واړه واړه بازارونه جوړېدل، لکه د ایدکو بازار، خدۍ سیمې لپاره خپل ورکوټي بازار او میرانشاه ګوره قبرستان په نژدې سل دکانونو مشتمل بازار، چې په راتلونکې کې خلک تر خپلو خپلو سیمو پورې محدود وساتل شي. میرانشاه یا میرعلي لوی لویبازارونه ختم شوي دي، چېرته به چې د ټول وزیرستان ولس سره یو ځای کېدلو. د یو بل له حالهبه خبرېدل، او د مشکلاتو هواراولو لپاره به سره جرګه کېدل.

له میرانشاه سره نزدې چشمه سربانکي لوبغالی چرته به چې لوبې کېدلې او ټورنامنټونه به پکې جوړېدل، نن په دغه میدان کې واښه او بوټي دومره لوی شوي ول، چې لکه په یو پټي کې چې فصل لوی شوی وي.

د میرانشاه کلا مشکی ټوچي پبلک سکول چې په ۱۹۹۸ کال کې مې د لسم ټولګي زدکړې پکې کولي، لیدل مې نصیب نه شو، او دغلته به چې روزانه سکول ته بغیر د څه تپوسه، تلاشۍ او اندېښنې تللو. د کلا په باغ کې به مو ټوله ورځ په لېندۍ او غولېل د وړو مرغانو ښکار کولو، نن د جرګې پوښښ لپاره د چارواکو په اجازه د بیا بیا پوښتنو او سپینولو پس کلا ته دننه پرېښودل شوم.

په ټوچی سکاوټ میرانشاه کې رابلل شوې جرګه کې مشرانو له پولیټیکل انتظاميې او امنیتي ځواکونو د کډوالو زر تر زره خپلو سیمو ته ستنول او هغوی ته د اوښتیو تاوانونو پور پرې کولو غوښتنې کېدلې.

مشرانو انتظامیې ته وویل چې دوی نور په خپله سیمه امن غواړي، او له تیاروراویستل غواړي، او مشران به له دولت سره ملاتړ کړي، خو دولت دې هم نور د دوی په حال رحم وکړي. ځکه چې د دوی په وینا نه یوازې دا چې له خپلو تجارتي مارکیټونو، بازارونو څخه محرومه شول، بلکې ماشومان او مېرمنېي يې نور په خېمو کې د کډوالۍ سختې نشي زغملی.

پولیټیکل ایجنټ کامران آپرېدي جرګې ته باور ورکړ، چې څومره هم د انتظاميې په وس کې وي، د علاقې د آبادکارۍ او کډوالو په واپسي به زور ورکوي، خو لکونو کډوالو ستنېدل به کله ترسره شي، هغه کورونه او بازارونه چې په خواریو مزدوريو یې آباد کړي ول، بیا په هغه ډول څنګه جوړېږي، سړی دا مهال څه نشي ویلی.

XS
SM
MD
LG