د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: درې تنه وسله وال نیول شوي 


افغان چارواکي وایي،د دوشنبې پر ورځ ناوخته د چپرهار ولسوالۍ اړوند تريلي سيمه کې د دولت وسله والو مخالفینو د پوليسو په ګزمه (ګشت)برید وکړ چې د پولیسو په ځوابي بريد کې د يوه ټپي په ګډون درې تنه وسله وال نيول شوي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشر قيوال د سېشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل:چې په بريد کې پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG