د لاسرسي ځای

ایرانی ولسمشر د اروپا په سفر دی


ایرانی ولسمشر له خپل اېټالیوي سیال سره ویني

ایرانی ولسمشر له خپل اېټالیوي سیال سره ویني

د ايران ولسمشر حسن روحاني د اروپا په سفر دی.

دا تر هغې وروسته د ولسمشر حسن روحاني لومړی سفر دی چې د ایټمي مسلې په اړه د یو نړیوال تړون له مخې له ایرانه نړیوال بندیزونه لرې شو.

د ایران حکومتي چارواکي وايي چې ولسمشر روحاني په روم کې د ايټاليا له ولسمشر سرجيو ماتاريلا او وزیراعظم ماتيو رينزي سره ګوري.

یو حکومتي چارواکي ویلي چې ښايي نوموړی هلته د ۱۷ اربه یورو ارزښت لرونکي کاروباري تړونونه هم لاس لیک کړي.

ولسمشر حسن روحاني به له هغه وروسته د فرانس پلازمېنې پېرس ته هم ولاړ شي او هلته به د کوربه هیواد له ولسمشر فرانسوا اولاند سره لیده کاته وکړي.

د ولسمشر روحاني تر دې سفر وړاندې ايرانيو چارواکو وويل چې تهران په پام کې لري چې په فرانس کې د الوتکو جوړولو له اير بس کمپنۍ څخه ۱۱۴ نومي الوتکې واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایټمي مسلې پر سر له نړیوالو سره د تړون له مخې پر ایران نړیوال بندیزونه اسان شوي او دا هیواد اوس له نړیوال یوازېتوب د راوتو په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG