د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر وايي، داعش ډله به ختموي


کابل - د افغانستان ولسمشر اشرف غني هوډ‌ ښودلی چې اسلامي دولت ډله به له منځه یوسي.

ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د سوېټزرلېنډ په ډېووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال له بي بي سي سره په یو مرکه کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې هغو وسله والو په افغانستان کې له امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو سره نښتې کړې دي کوم چې ځان د اسلامي دولت وسله والې ډلې برخه بولي.

ولسمشر غني ویلي چې اسلامي دولت وسله واله ډله افغانه پدیده نده او د دې ډلې ظلمونو خلک ځورولي دي.

نوموړي ویلي چې افغانان اوس د دې ډلې پر ضد راپارېدلي دي او دې ډلې د افغانانو په اړه غلطه محاسبه کړې ده.

افغان ولسمشر ږغ کړی دی چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد باید په سیمه ییزه او نړیواله توګه ګامونه پورته شي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې که چېري له طالبانو سره په راتلونکو څو اونیو کې د خبرو اترو بهیر پیل نشو نو جګړه به ډېره سخته شي او اثرات به یې پر ټوله سیمه پرېوزي.

ولسمشر اشرف غني پر پاکستان ږغ کړی دی چې د خبرو نه کوونکو طالبانو پر ضد ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG