د لاسرسي ځای

ترهه ګرۍ ځپلی باچاخان پوهنتون بیا پرانستل شو


چارسده: باچا خان پوهنتون د تېرې اوونی له وسله وال بریده وروسته نن د ګل ورځ بیا پرانستل شو. د مشال راډيو خبريال شبير جان په وينا زده کونکي پوهنتون ته روان دي او سبقونه پکې پیل شوي دي. بلخوا نن د پيښور پوهنتون د استاذانو تنظيم په پيښور کی يو لاریون وي چې موخه يې د باچاخان پوهنتون له مړوژوبلو زده کونکو او استادانو سره پیوستون ښودلی دی. ددغه تنظيم د چارواکو په وینا له حکومته به غوښتنه کوي چی د پوهنتونونو حفاظت لپاره کوټلي امنيتي ګامونه پورته کړي. د جنورۍ پر شلمه نېټه پر باچا خان پوهنتون د وسله والو په برید کې نژدې ۲۱ زده کوونکي، استادان، ساتونکي او نور کارکونکي وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.

XS
SM
MD
LG